| |
 

په اروپایي ټولنه کې فساد هېښوونکی دی

د اروپایي ټولنې د کمسیون یو رپوټ وایي د اروپا په لرو بر کې فساد خورا زیات دی او په کال کې اروپا ته په۱۲۰ میلیاردو یورو پرېوځي.
په اروپايې ټولنه کې د فساد په اړه د رپوټ چمتو کوونکې سېسیلیا مالسترویم وایي په دې ټولنه کې فساد لویه ستونزه ده او هرکال اروپایې ټولنې ته په ۱۲۰ میلیارده يورو تمامېږي.
په اروپا کې د پوښتل شوو درې پر څلور برخې وایي فساد پراخ دی او تر نیمایي زیات اروپایان وایی د فساد کچه لوړه شوې ده.
د رپوټ چمتو کوونکې مېرمن مالسترویم د سویډن یوې ورځپاڼې ته لیکلي په داسې حال کې چې د فساد ستونزه په سوېډن کې کمه ده خو په اروپایي ټولنه کې د فساد کچه هېښوونکې ده.
د فساد کچه د اروپایي ټولنې له کلنۍ بودجې سره برابره ده.
په دې رپوټ کې د اروپایي ټولنې د ټولو ۲۸ غړو هېوادونو کې پلټنه شوې ده.
د اروپایي کمسیون په وینا دا لومړی ځل دی چې دوی د فساد په اړه داسې هر اړخیز رپوټ چمتو کړی دی.
"په اروپایي ټولنه کې فساد ویجاړونکې پایلې لرلی شي چې د دموکراسۍ په لا ره کې خنډونه جوړوي او د قانوني اقتصاد منابع وچوي."
د رپوټ چمتو کوونکې مېرمن مالسترویم
رپوټ وایي په اروپا کې برتانیا د بډو تر ټولو ټېټه کچه کې دی چې په سلو کې یوه تن ویلي تمه لري چې رشوت ورکړي.
خو په سلو کې ۶۴ برتانویانو ویلي د دوی په ګومان فساد پراخ دی خو په نوره اروپا کې په سلو کې ۷۴کسان په دې باور دي.
په کروېشیا، چک جمهوریت، لیتوانیا، بلغاریا، رومانیا او یونان کې له ۶ نه تر ۲۹ فیصدو کسانو ویلي په تېرو ۱۲ میاشتو کې له دوی رشوت غوښتل شوی دی.
په پولند، سلواک او هنګري کې هم په لوړه کچه رشوت شته چې په ترتیب سره ۱۵، ۱۴ او ۱۳ فیصده دی.
د رپوټ چمتو کوونکې مېرمن مالسترویم وایي""
نوموړې شکایت کوي چې سیاستوال د فساد د له منځه وړلو په لاره کې هڅې نه کوي.
د اروپایي ټولنې موسسې نه بلکه په دې ټولنه کې حکومتونه د فساد سره د مبارزې مسولین دي.
مېرمن مالسترویم وایي د اروپایي ټولنې پارلمان او غړو هېوادونو ترې غوښتي وو چې د فساد په اړه ژوره څېړنه وکړي.
په لسو کې یوه شرکت ویلي په اروپایي ټولنه کې فساد یې د کاروبار په مخ کې خنډونه جوړوي.
د هغې په وینا په سویډن کې قوانین او اصول داسې دي چې له فساد سره د مبارزې لارې چارې په کې سنجول شوې دي.
هغه زیاتوي د اروپايي ټولنې نور هېوادونه باید له سویډنه ډېر څه زده کړي.
په اروپایي ټولنه کې منظم جرمونه هم زیات دی.
د اروپا په لرو بر کې ۳۰۰۰جرمي ډلې شته.
رومانیا، بلغاریا او ایټالیا هغه هېوادونه دي چې د نورو په پرتله منظم جرمونه پکې زیات دي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »