| |
 

افغان حکومت دې له پاکستان سره په سياست کې تېرو تجربو ته په پام ، له خورا احتياط څخه واخلي.


مشرانو جرګه په ترکمنستان کې د ولسمشر پر يو شمېر خبرو د نيوکې تر څنګ، د ټاپي ګازو پروژې له پرانيستې هرکلی کوي او ياده پروژه د کاري فرصت په برابرولوکې ښه چانس بولي.

له بلې خوا يو شمېر سناتوران بيا پر دې هم باور لري، چې دملي امنيت ادارې مشر د فشارونو له کبله خپله دنده پريښې.

د اسيا زړه هېوادونو له کانفرانس وړاندي افغان چارواکو انګيرله چې له پاکستان سره نور د سولې په تړاو خبرې هيڅ ګټه نه لري.

خو د اسيا زړه هېوادونو په کانفرانس کې د ګډون لپاره د ولسمشر غني ياد هېواد ته تګ، او له پاکستاني لوري سره بيا د سولې خبرو رابرسيره کولو د مشرانو جرګې غړي ځکه انديښمن کړي، چې ښايې پاکستان بيا له افغانستان سره دوه مخي سياست ته زړه شوی، نو له همدې کبله له حکومته غواړي چې له خورا احتیاط څخه کار واخلي.
ترکمستان هغه هېواد دی چې افغانستان ته ګاز صادروي، خو نورو هغو بيا له ترهګرۍ پرته افغانستان ته هيڅ نه دي راليږلي، هغه خبره چې ولسمشر اشرف غني په عشق اباد کې د ټاپي ګازو پروژې په پرانيست غونډه کې وکړه.
خو له دې تالاره پرې ځکه نيوکې کېږي، چې ولي يې دغه خبره د عشق اباد پر ځای په اسلام اباد کې نه ده کړې.
له بلې خوا يو شمېر سناتوران پوخ باور لري چې د ملي امنيت مشر رحمت الله نبيل خپلې دندې پر پريښودو اړ شوی، چې لامل يې له پاکستان سره د استخباراتي هوکړې پر سر د نبيل او ولسمشر غني تر منځ، د اړيکو خرابوالی دی.
تيره پنجشنبه د ملي امنيت مشر رحمت الله نبیل له دې کبله له دندې تير شو، چې په خبره يې کاري محدوديتونه، فشارونه او د ولسمشر يو شمېر ناسمې سياسي کړنې يې په زړه نه هوارېدي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »