| |
 

د عمر زاخيلوال او شکريي بارکزۍ په ګډون پنځه سفيران معرفي شول.


د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي؛ پنځه کسان په ترکمنستان، پاکستان، چک، ناروې او بلجيم کې د ميشتو سفيرانو په توګه ټاکل شوي.
په همدې حال کې ياد وزارت «حمد الله محب» په کولمبيا، دومينګا، ارجنټاين او مکسيکو کې د ناميشت سفير په توګه معرفي کړي دي.
د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ د ناروې او د ولسمشر اقتصادي سلاکار عمر زاخيلوال د پاکستان لپاره سفيران ټاکل شوي.
د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې؛ چې د دوي په ګډون د ترکمنستان، چک او بلجيم لپاره هم سفيران معرفي شوي دي.
(( ميرويس ناب په ترکمنستان کې، د ولسمشر اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال په پاکستان کې، سيد مصدق خليلي په چک کې، د ولسي جرګې غړې شکريه بارکزۍ په ناروې کې او محمدعمر صمد په بلجيم کې د سفيرانو په توګه معرفي شوي دي))
((په واشنګټن کې د افغانستان سفير حمدالله محب په کولمبيا، دومينکا، ارجنټاين او مکسيکو کې د ناميشت سفير په توګه معرفي شوى دى.))
د يادولو ده چې تر دې وړاندې عتیق الله عاطفمل يوه اونى مخکې په اندونيزيا کې د افغانستان د سفير په توګه خپل کارپيل کړې دى.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »