| |
 

د داعش ځپلو لپاره دې د سيمي هېوادونه مرسته وکړي.


د ولسي جرګې دويم مرستيال وايي، داعش قدرت نه بلکې د سيمي لپاره خطر دی او د له منځه وړلو لپاره يې بايد د سيمي او په ځانګړي ډول ګاونډي هېوادونه لاس په کار شي.

دغه راز نوموړی له افغانستان سره ترهګرۍ په له منځه وړلو کې د هند مرستې اغيزمنې بولي، او ياد هېواد ته د افغان چارواکو پر سفر خوشبيني ښيې.

د نظير احمدزي په خبره مخاليفينو د عامو خلکو د کرکې نويو تکتيکونو ته زور ورکړی.
د ولسي جرګې دويم مرستيا د سيمې له هېوادونو مرسته غواړې، تر څو داعش وسلواله ډله وځپې.

له هند سره د اړيکو غښتلتيا په موخه ياد هېواد ته دتللي افغان پلاوي سفر په اوس کې ځکه اړین دی چې په ډېر پيمانه امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې ښکېل دي.

هغه څه چې نذير احمدزی يې وايې، خو د هند پر مرستو ټينګار کوي تر څو د داعش پر ګډون وسلوالې ډلې يې پر مټ له منځه يوسي.

له بلې خوا احمدزی پردې هم باوري دی چې مخاليفين او په ځانګړي ډول داعش د خپلو پلانونو عملي کولو لپاره د خلکو تر منځ د کرکي خپرولو له تکتيکونو کار اخلي.
ډېر کله داعش او وسلوال طالبان هم يوه او بل ته د ګواښ په سترګو ګوري او آن سترګې برګول يې په جګړه بدليږي،په زابل کې ددواړو وسلوالو ډلو تر منځ له څو ورځو راهېسي په جګړه کې له دواړو خواوو ۱۱۰ تنه وژل شوي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »