| |
 

دمیدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې ګډوکورنیوځواکونو عملیات ترسره کړي دي.

د میدان وردګو ولایت ځایې چارواکې وایې؛ تېره شپه د جغتو ولسوالۍ په سليمان کلا سيمه کې د ګډو کورنيو ځواکونو له لوري عمليات ترسره شوي چې په ترڅ کې يې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او درې ژوندي نيول شوي دي.
همدا راز د سيداباد ولسوالۍ د اوتړې سيمه کې هم تېره شپه عمليات ترسره شوي چې په پايله کې يې درى وسله وال مخالفين سخت ټپيان شوي دي.
د نرخ ولسوالۍ په ده حيات سيمه کې هم يو وسله وال د ماين ځاى پر ځاى کولو پر مهال ژوندى نيول شوى دى. بل پلو په دايميرداد ولسوالۍ په قلعه کوچي سيمه کې د مخالفينو له لوري توغول شوې د هاوان مرمۍ يوه مېرمن ټپي کړې او د ميدانښار په زنګيانو سيمه کې يو ملکي وګړى د يوه وسله وال له لوري وژل شوى دى.وسله والو مخالفينو پدي اړه څه نه دي ویلي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »