| |
 

زموږ اوسنۍ سياسي ليكنې څومره په كڼده برابرې دي؟

تر كومه ځايه، چې زه د سياست په معنا پوهېږم؛ نو سياست د چا ښكنځلو، توهينولو او هتك حرمت ته نه وايي او نه هم دې ته وايي، چې ته د يو چا پسې قلم را واخله او په رسنيو كې يې بڼكې بڼكې كړه.
دا سمه ده، چې د يو شمېرو كسانو او كړيو له لاسه به د خلكو زړه خولې ته راغلى وي او زاره به يې ترې چاوده وي؛ خو د دې معنا دا هم نه ده، چې ليكوال دې سترګې پټې او خوله خلاصه كړي؛ ځكه هغه كس چې ته يا ليكوال يې سپكول غواړئ هغه په ټولنه كې يوه تېروتنه كړې او يوه ربړه يې زېږولې، چې له امله يې ستا په څېر په لسګونو او سلګونو خلك ترې كوكو ته راغلي؛ خو كه چېرې درانه ليكوال هم په بدو ردو سر شي او هماغسې يوه تخطي رامنځته كړي؛ نو په حقيقت كې دواړو كسانو تر خپلې وسې ستونزه زېږولې.
اوس ټول په دې پوهېږي، چې ليكوالي ځانته آرونه او اصول لري او هر هغه څوك، چې د ليكوالۍ په آرونو پوه نه شي؛ نو ښكاره خبره ده، چې هغه به له پولو پښې باسي او هغه څه به وايي، چې له امله به يې ليكوال ته هم سترګې ور اوړي.
راځئ د څو شېبو لپاره خپل يو شمېر ليكوال له غربي ليكوالو سره پرتله كړو او وګورو، چې د چا ليكنې ډېر مينه وال لري. په اوسني پير كې دا معقوله عامه شوې، چې وايي "وخت سره زر دي"، يعنې يوه شېبه هم بايد وزګاره تېره نه شي په ځانګړي توګه ليكوال خو اړ دى، چې هره شېبه په مهمو او علمي كارونو تېره كړي، ځكه ليكوال د ټولنې سترګې دي او په وجود كې سترګې بايد تر ټولو غړو اساسې وي، اوس وينو چې په غربي ليكنو كې ليكوال نه څوك توهينوي او نه چا ته سپكاوى كوي او نه ټول عمر چاړه په لاس ورپسې ګرځي، بس څه ستونزه چې لري هغه د خلكو مخ كې په بې پردې توګه ږدي خو په داسې الفاظو، چې ټولنې او نړۍ ته د منلو وړ وي؛ يعنې خپله خبره وايي خو په علمي او مهذبانه توګه، بل د نړۍ د ليكوالو لويه كاميابي دا هم ده، چې دوى هره ليكنه نه په سريزو پيلوي او نه هم په اضافي خبرو؛ بلكې نېغ په نېغه يې پيلوي او د كار خبره وړاندې كوي، يعنې د دوى په وينا "حمله پر موضوع"، خو موږ چې كله هم خپلې سياسي ليكنې او آن د ګوندونو منشورونه يا اساسنامې وګورو؛ نو لږ تر لږه درې او يا پنځه مخه يې سريزې نيولې وي او بيا وروسته آرې موضوع ته راځي، چې په دې وخت كې نور په لوستونكو كې د لوستلو شيمه نه وي پاتې او نه هم دلچسپي لري، چې ستاسې خبرې واوري؛ ځكه تاسې هر څه په پنځه سوه پوښونو كې پوښلي وي، چې له بده مرغه تر اوسه پورې زموږ د يو شمېر ليكوالو دا ستونزې هوارې نه شوې.
زموږ په يو شمېر سياسي ليكنو كې دا ستونزه هم شته، چې موږ خپله ليكنه په اضافي تشريحاتو ډكو او بيا بيا دا خبره كوو، چې افغانستان درې لسيزو جګړو دړې وړې كړ، افغانستان په درې لسيزو كې كنډوله شو، افغانستان كې درې لسيزې وينې وبهېدې، افغانستان په درې لسيزو كې هر څه له لاسه وركړل او يا وايو، چې زموږ نېكونو او پلرونو غزاګانې كړي، مېړانې يې كړي، سرښندنې يې كړي، موږ مېړنيو يو، پنځه زر كلن تاريخ لرو او ...
يعنې كه چېرې له يو ليكوال څخه موضوع وركه شي او يا هم د ليكلو لپاره څه ونه لري؛ نو بيا د افغانستان په ستاينو او يا هم په درې لسيزو جګړو غږېږي او نوې خبرې خپلو لوستونكو ته نه وركوي. د ساري په ډول كه چېرې زموږ شل سياسي ليكوال د ورځې شل سياسي ليكنې وكړي او هره يوه همداسې په سريزو او د افغانستان په ورانيو سر وي او د حل لاره يا د مطلب بنسټيزه خبره په كې نه وي، څه فكر كوئ، چې تاسې به څو ځلې د دغو خبرو د اورېدلو اوسېله ولرئ او څومره وخت به مو سپما كړى وي او څومره نوې خبرې به مو زده كړې وي؟؟
ښكاره خبره ده، چې له ليكنو مو زړه مړېږي او ښايي بيا جرئت هم ونه كړئ، چې نورې ليكنې ولولئ او يا يې هم واورئ ځكه نوې خبره په كې نه شته او نه هم د موضوع پورې تړلې خبره.
ډېر ځله به موږ د خپلې ليكنې سرليك د طالبانو او امريكايانو د روغې جوړې د موضوع په اړه ټاكلاى وي؛ خو ليكنه به مو يا د طالبانو د ورانيو او يا هم د افغانستان په ستونزو او ربړو پيل كړې وي، چې په حقيقت كې دا كار هېڅ ډول تړاو زموږ له موضوع سره نه لري.
تاسې به ليدلي يا اورېدلي وي، چې نن سبا د نيويارك ټايمز، واشنګټن پوسټ، اسوشيتدپريس او... رسنيو خبرې ډېرې كېږي او تحليلي مقالو يې زموږ رسنيو ته هم لاره پيدا كړې ده. دا ولې او په څه؟
لامل يې دا دى، چې هغوى ډېرې خبرې په لږو الفاظو كې ځايوي د پخوانيو ليكنيو په څېر لمن ليكونه، حواشيې او تعليقات نه وركوي او نه درې مخه سريزه ليكي؛ بلكې نېغ په نېغه له موضوع پيل كوي او را شټ وهي يې او همدا لامل دى، چې په لږو الفاظو كې يې داسې شننې وړاندې كړې وي، چې سړى يې هډو اټكل هم نه شي كولاى؛ نو كه خبره مو رانغاړلې وي هر هغه څوك، چې غواړي سياسي ليكنې وكړې او يا سياسي ليكنې كوي، په كار ده، چې نور د افغانستان درې لسيز جګړې بيا بيا لوستونكو ته وانه وري او نه هم د پلرونو او نېكونو مېړانې يادې كړي، ښه خبره ده، چې بايد يادې شي؛ خو اوس د پخوا په څېر نه له خلكو سره وخت شته او نه يې هم اوسېله لري، چې تكراري خبرې واوري؛ ځكه تكراري خواړه هم سړى ستړې كوي، پاتې خو لا ليكنه. نو نوې خبره دې ولس ته وكړي او ستونزې دې يې بيان كړي او د حل لارو ته دې ور شي د يو شمېر بهرنيو په څېر مشورې دې نه وركوي، چې نه يې په خپل هېواد كې مثبته نتيجه وركړې او نه به زموږ په هېواد كې نتيجه وركوي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »