| |
 

ننګ: د پوهنې وزارت د غصب شویو ځمکو لېست مو ولسمشر ته سپارلی

د پوهنې وزارت چارواکې وايي د هغو کسانو لېست یې جمهوري ریاست ته سپارلی، چې د پوهنې وزارت اړوند ځمکې یې غصب کړي دي.

دوی وایي په ۲۲ ولایتونو کې د پوهنې اړوند شااوخوا لس زره جریبه ځمکه غصب شوې ده.

دا هغې ځمکې دي چې د پوهنې وزارت د ښوونکو لپاره ځانګړې کړې وې.

دا اقدامات په داسې وخت کې کېږي چې ولسمشر اشرف غني احمدزي د تېرې چهارشنبې په ورځ له ښوونکو سره ژمنه وکړه چې تر راتلونکو شپږ میاشتوبه یوه یوه نمره ځمکه ورکړل شي.

د دغه وزارت د تخنیکې او مسلکي زده کړو مرستیال اصف ننګ وايي د پوهنې وزارت اړوند شااوخوا لس زره جریبه ځمکه غصب شوې، چې دوی یې د غاصبینو لست جمهوري ریاست ته لیږلی دی.

ده وویل: « زموږ شاوخوا لس زره جریبه ځمکې غصب شوي دي، دا اندازه د معارف د مامورینو او ښوونکو خاصه ځمکه ده چې سرپناه نه لري. دا ځمکه دفاع وزارت، والیانو، سیمه ییزو زورواکو او قوماندانانو نیولې دا معلومه ځمکه ده او د ټولو ډېر غټ فهرست لرو چې دا لېست مو جمهور ریس اشرف غني احمدزي ته سپارلی دی.»

ښاغلی ننګ وایي د دوی تازه معلومات ښیي چې د والیانو او امنیې قوماندانانو له خوا هڅې پيل شوي څو دغه ځمکې د غاصبینو له منګولو خلاصې کړي.

ښاغلی ننګ هیله څرګنده چې که کار په همدې ډول مخې ته ولاړ شي نو د ټاکل شوي څلورمیاشتو څخه به مخکې دا ځمکې بېرته د دوی په واک کې ورکړل شي.

په ورته وخت کې ښوونکي د حکومت دې اقداماتو ته خوښ دي چې د دوی برخه غصب شوې ځمکې د زوراکو څخه بېرته اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې جمهورریس اشرف غني احمدزي څو ورځې وړاندې د ښوونکې ورځې په نمانځغونډه کې امنیتي ادارې او د امنیت شورا ته دنده وسپارله چې د معارف اړوند غصب شوې ځمکې د څلورو میاشتو په موده کې د غاصبینو له منګلو خلاصې کړي.

په همدې ډول د هېواد ولسمشر د ښوونکو سره ژمنه وکړه چې تر شپږومیاشتو به ټولو ښوونکو ته یوه یوه نمره ځمکه توزیع کړي.

ویل کېږي چې دا مهال د هېواد په مختلفو برخو کې څه باندې څلور میلیونه جریبه دولتي ځمکه د زورواکو او چارواکو لخوا غصب شوې ده.

کارپوهان وایي که نوی حکومت په دې اړه پیل شوي هڅې همداسې جدي تعقیب کړي نو د ټولنیز عدالت د پلي کېدو لپاره به ښه زمینه برابره او د خلکو او حکومت تر منځ به اړیکې ښې او پیاوړي شي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »