| |
 

د اختر نوي کالي دې مبارک!

پوهنوال محمد اسمعيل يون
د اختر نوي کالي دې مبارک!
ناکامي دې مبارک!
(د نړۍ ستر مفکر دې په غور ولولي)
ښاغلی ډاکټر صيب اشرف غني احمدزی! له سريزې او تصنعي خبرو به تېر شم، پر اصلي مطلب به پيل وکړم، دلته خو دود دی چې څوک واک ته ورسېږي، خلک يې مبارکۍ ته ورځي او هغوی چې نه شي ورتلای، نو مبارکي ورلېږي، خوشالۍ کوي، اتڼونه کوي، څڼې غوړوي او د بريالي شخص پر وړاندې تبسم او تظاهر کوي، خو زه ستا د برياليتوب له امله تاسو ته ستا د ماتې مبارکي وايم. د برياليتوب په لومړيو شېبو کې چې ولس لا تر اوسه د خپل تندي خوله نه ده وچه کړې او ستا د برياليتوب د شکرانې لمونځ يې نه دی ادا کړی، نو ستا د ماتې څرک ولګېده. ستا ماته هغه وخت پيل شوه چې د ملت د دښمنانو او توطيه ګرو پر وړاندې دې د ملت د رايو ملاتړ ونه کړای شو، نه دې خپله دې ملاتړ ته ورودانګل، نه دې مذبذب او نامتجانس ټيم، نه دې د ولس خواخوږي په دې پلمه دفاع ته پرېښودل چې کړکېچ رامنځته کېږي او نه دې هم خپله ولس ته لار خلاصه کړه چې له خپلو رايو په خپله ملاتړ وکړي. د کړکېچ په پلمه د بحران زامنو، بحران نور هم پسې اوږد کړ او کله چې هم ستاسو پر سياسي جرئت او هېوادني تدبير پوه شول، نو خپلې غوښتنې يې لا پسې وغځولې، ان تر هغه پورې چې د امريکا او نړيوالې ټولنې پښه يې هم په کې داسې دخيله کړه چې تر احتمالي بريالي، احتمالي ناکام ته په کې زيات امتيازات ورکړل شوي دي. له بابا ادمه تر دې دمه چې د ولسواکۍ کومې تجربې په نړۍ کې تکرار شوي، په هغو کې له هېڅ مفکر او هېڅ نا فکره سره داسې لوبه نه ده شوې چې يو چا دې هم ټاکنې ګټلې وي او هم دې ملامت وي، هم دې غلی وي او هم دې نتلی وي، مخالف لوری چې په واقعيت کې ملامت دی، هغه دې سلامت وي. هم دې د اپوزېشن امتياز واخلي او هم دې په پوزېشن کې تر نيمايي زيات واک ولري. صلاحيت دې ولري، خو مسؤليت دې ونه لري، هم دې امتياز اخلي، هم دې انتقاد کوي. افسوس د هغه ملت پر حال چې مشران يې د مضر مصلحت پر نري رنځ اخته وي.
خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو
خـــرڅـــويـــې رهـــبـــران پــــه ســــوداګـــــرو
موږ خبر نه وو چې مشران مو کوم لوري ته بيايي، هسې په اتڼونو او نارو سر وو او نه مو د شاعر دې بيت ته پام و:
څه خبر يې چې په کوم لوري دې بيايي؟
چـــې روان يـــې پـــه ګــډا او پـــه سـنــدرو!
دا منم چې تاسو به ولسمشر شئ، په نړۍ کې اوس هم ياد ياست، نور به هم ياد او ښاد شئ، خو ولس به لا پسې برباد شي، ته به مخکې لاړ شې خو قافله په شا راغله.
منم رهبر په خپله مخکې لاړو
خــو قــافـلـه خـو يې په شا راوسته
هر چا چې دې مظلوم ملت ته په کمه سترګه کتلي او پر جنګسالارانو يې ډډه لګولې، برخليک يې ډېر ذليل دی. ډاکټر نجيب الله هم پر همدې ډول اشخاصو ډډه ولګوله، برخليک يې هغه شان شو، ولسمشر کرزی هم د ولس په رايو ولسمشر شو، خو خواږه يې جنګسالارانو ته ورکړل او تاسو چې تر هر چا د فساد او زورواکۍ پر ضد خبرې کولې، تر ټولو ژر دې د جنګسالارانو ګواښونو ته اوږه ټيته کړه. تاسو خو تر ډېرو تاريخ زيات لوستی دی، ايا دا ولس ډېر زور لري که پنځه جنګسالارن؟ او که يو ځل بيا د ولسمشر کرزي د مضر احتياط د فورمول او تجربې تکرار دی چې د مصلحت او ملي ګټو تر نامه لاندې يې هم ملي ګټې زيانمنې کړې او هم يې پر مصلحت ريشخند وواهه. مصلحت خو هغه مرحله ده چې د عدالت او واقعيت تر منځ انډول برابر شي، نه دا چې پر ولس داسې يو منفي واقعيت وتپل شي چې هر ځل تجربې يې ولس له ګڼو زيانونو سره مخ کړی دی، دا ولس ډېر صابر او صبور ولس دی. دې ملت ستا تر څنګ جنګسالاران، فسادګر، غوړه مالان او نور ورځچاري يوازې په دې خاطر تحمل کړل چې ستاسو ماضي وينا ته په کتو سره يې پر تا باور درلود، خو دا باور تر (تحول او تداوم) د مخه نا باوره شو. درد ځپلي، سپين زړي پښتانه او نور ملتپال افغانان ټول درپسې ودرېدل، روښنفکر، ملا، لوستی، نالوستی، پېغله، ځوان، سپين ږيری او مخور ټول په دې خاطر په يوه ليکه کې ودرېدل چې د شر او فساد د اصلي عواملو له رنځ او عذاب څخه وژغورل شي. خو اوس چې شر او فساد په خپله له تحول او تداوم سره غاړه غړۍ شول، نو د ولس قافله مجبوره ده چې په خپله د ځان غم وخوري:
قافله دې هم منزل نه ځان خبر کړي
کـلـه کـلـه رهـنـمـا نـه لار خـطـا شـــي
فکر کوم چې د افغانستان شخړه دومره پېچلې ده چې د ((نړۍ مفکر)) څخه هم لار خطا شوې ده، د لانجې رسۍ لکه چې د بل چا په لاس کې ده، يوازې ممثلين يې افغانان دي، يو شاعر لا پخوا ويلي وو:
څومره چې زه يم خبر له ملکه
د مشوړې سر دی بهر له ملکه
زه ډېره بښنه غواړم که زما (کم فکره) خبرې دې پر (مفکر) ذهن ښې نه لګي، خو زه ځکه ځانته دا حق ورکوم چې تر تا وروسته، تاته ما تر هر چا زيات کمپاين کړی دی، که ستا غوړه مالان او يا ځينې دوه روله کمپاينران يې مني که نه، خو مخالفين او عام افغان ولس پر دې واقعيت متعرف دی چې زه (يون)، زما مېرمن (اريون يون)، (ژوندون ټلوېزيون) او (د افغانستان ملي تحريک) په سوونه ځوانان تر هر چا زيات ستا په کمپاين کې ستړي شولو. ان ستاسو پر ضد مظاهره کې هم مخالفينو ستاسو پر ځای د (ژوندون) پر ضد د مرګ شعارونه ورکول، عجيبه وه! د مرګ پلويانو پر (ژوندون) مرګ وايه، دا په دې مانا نه وه چې ګنې ستاسو شخصیت يا ملي حيثيت ته يې د احترام په خاطر ستاسو نوم نه اخيست، هسې خو يې په خپلو نورو تبليغاتو کې د اسلام له دايرې څخه هم ايستلی وې، خو هغوی د ((ژوندون)) نوم ځکه زيات ياداوه چې همدې ټلوېزيون ورته سرخوږی جوړ کړی و او ولس ته يې يو فکري ليد لوری ورکړی و، خو ستا غوړه مالانو او ځينو کمپاينرانو (ژوندون) ته هم په همغه سترګه کتل، لکه د ((اصلاحاتو او همپالنې)) ټيم چې ورته کتل. خو بيا هم موږ ستا له ملاتړه لاس وانه خيست او نه مو د ((ستر مفکر او ستر جنګسالار)) اوسنۍ ملګرتيا او تېرې ماضي ته د تصوير په ژبه اشاره وکړه. دا په دې خاطر چې د ملي ګټو لپاره د زهرو ګوټ تېرولو ته هم تيار وو. تاسو هم په دې خاطر له ژوندون ټلوېزين او ما څخه واټن ونيوه چې تر څنګ دې يو شمېر متعصبين، تنګنظره او مخالف ګروپونه، د خپل فاشيزم او تعصب د پټونې په خاطر درباندې د (فاشيست) او (نيشنلست) ټاپه ونه لګوي، موږ ستا تر څنګ فسادګر، جنګسالاران او غوړه مالان وزغمل، خو تا زموږ مشروع مبارزې،د حق، عدالت او سړيتوب چغې، افغانيت، اسلاميت او انسانيت ته هېڅکله هم هر کلی ونه وايه. اوس خلک خبرې نه تلي، عمل تلي:
د عمل د خاوندانو په حضور کې
د وينا خاوند ولاړ لاس په سلام دی
تاسو ته چې خلکو رايه درکړه، په دې خاطر چې فکر يې کاوه د ډاکټر اشرف غني وينا او عمل برابر دي، غوڅ، قاطع او پاک سړی دی، له ناپاکو خلکو يې کرکه ده او له وطن څخه به دا تېره شل کلنه ګندګي ورکه کړي، خلک د حامد کرزي له مضر مصلحت او ناوړه احتياط څخه ستړي شوي وو، خلکو سره يو احساس و، عاطفه وه، خلکو د سياسي سوداګرۍ په باب هېڅ فکر نه کاوه، خبر نه وو چې:
سـوداګـر خـلــک د احـسـاس نـزاکــــت څـه پـېـژنـي
معيار يې وزن دی او تول دی ساه مې بنده شوله
زه د هغو ميلونونو افغانانو له جملې څخه يم چې ستا د برياليتوب لپاره مې په سر او مال مبارزه کړې، خو هغه خلک چې په کليو او بانډو کې اوسي، ستا مينوال وو، نه تاته لاسرسی لري او نه هم د ليک او لوست له نعمته برخمن دي، د هغوی په زړه کې به څه سرې سکروټې بادېږي، زه خو ښه يم، د زړه غوټه د قلم په نوکه خلاصوم، خو هغوی چې دا وسيله نه لري، څومره اور به زغمي، زه هيله لرم چې زما دا ليک د همغو ميليونونو افغانانو د زړه د داغونو انځور هم وګڼې، د خلکو نظر، رايو او هيلو ته درناوی وکړې، د قانون حاکميت پلی کړې، د مصلحت پر ځای قانونيت او د سيمه ييز نا مشروع جوړ جاړي پر ځای د افغانيت د پراخې مفکورې حاکميت ته لاره اواره کړې. پاچاهان ځي او راځي، مري، ړنګېږي، خو ولسونه ژوندي وي، ولس نه مري، تسلسل لري، همدا ولسونه دي چې يو څوک پر تخت کېنوي او يو څوک له تخته پرېباسي.
ولـــســونـــه چـــې ســنــد يــو بــلـــه وکا
پادشاهان ورته سجود کاندي اختيار
تاسو د کمپاين په شپو او ورځو کې ويلي وو، چې زه تاسو ته د خپل حکومت په سلو (۱۰۰) ورځو کې امتحان درکوم. که پارچه مې خرابه وه، ناکام مې کړئ. اوس خو تاسو د ګډې اعلاميې تر لاسليک وروسته فيصله کړې چې په امنيتي سکتور او ځينو نورو برخو کې به تر (۹۰) ورځو پورې تغير نه راځي، دا خو دا مانا لري کوم فساد، بې عدالتي نا سم کارونه چې په دې ارګانونو کې له پخوا څخه موجود دي، هغه به لا پر خپل ځای وي. اوس به نو د امتحان او پارچې خبره وکړو: پوره (۲۳) کاله کېږي چې زه په پوهنتون کې استاد يم او تاسو هم کلونه کلونه په بهر کې استادي کړې، راځه چې د استادۍ يوه محاسبه سره وکړو! اوس نو که تاسو په هرو (سلو ورځو) کې سل په سلو کې کار وکړئ او زه هره ورځ يوه يوه نومره درکړم هغه هم چې ټول سوالونه دې درست وي، نو پوره سل نومرې شوې، خو څرنګه اوس چې تا د امنيتي سکتور د امتحان پارچه کې (۹۰) ورځې ضايع کړي، دا که د ازموينې هر ډول سستم وي، ته مطلق محروم يې، په دې مضمون کې هېڅ د امتحان مستحق نه ګرځې او بل که په امتحان کې شامل هم شې، نو (۹۰) نومرې خو دې له لاسه ورکړي، که په پاتې (لسو ورځو) کې پوره (لس نومرې) هم يوسې، نو ته له سلو څخه په (۱۰) نومرو مطلق ناکام ګڼل کېږې، دا د واقعي امتحان نتيجه ده.
دا چې امنيتي سکتور، پر اقتصادي، سياسي، فرهنګي، ټولنيزو او نورو ټولو برخو مستقيماً اغېز لري، نو په ټولو مضامينو کې دې نومرې ټيټېږي، نتيجه دا راوځي چې په مجموعي نيمايي (نصف مجموع) کې پاتې راځې او هر شاګرد چې د (نصف مجموعې) له خطر سره مخامخ شي، هغه د حل هېڅ بله لاره نه لري او ناکام ګڼل کېږي.
نو ښاغليه ډاکټر صيب او راتلونکی احتمالي ولسمشره! دا ولس که غريب دی، نو حساب او کتاب ورسره شته، موږ چې ټولو ستا د ملاتړ لپاره ودانګل، په تا کې مو يو کيفيت او يو ظرفيت ليده، که نه په کميت او لباس کې خو کېدی شي تر تا، ستاسو نور رقيبان غښتلی وو، موږ حسابي خلک يو، خبرې په حساب کوو، د الفت صيب په وينا: [(۹) په کيفيت کې تر (۱) غټ دی، خو د عدد له مخې دواړه عددونه دي، که موږ يو (۱) تر نهو (۹) د مخه وليکو، نولس (۱۹) کېږي خو شل (۲۰) کېږي نه، خو که نهه (۹) تر يوه (۱) د مخه وليکو نو يو نوي (۹۱) ورڅخه جوړېږي، خبره ان سلو (۱۰۰) ته رسېږي].موږ ځکه ته مخکې کړې چې کيفيت او ظرفيت دواړه درکې وو. په ټاکنو کې چې موږ، ته پنځه (۵) تر ډاکټر عبدالله عبدالله يو (۱) غوره بللې او د مخه کولې مو، د همدې کيفيت له امله و، ځکه په دې حالت کې پنځوس + يو (۵۰+۱) پوره کېدل، خبره قانوني حد ته رسېدله، خو که يو (۱) درڅخه دمخه شوی وای، خبره پنځه لسو (۱۵)ته رسېدله، شل(۲۰) کېدله نه، خو ولس سره اوس اندېښنه ده چې تاسو ډاکټر عبدالله عبدالله په نا مستقيم ډول تر ځان د مخه کړ، نو ځکه خو دې خبره شل نه کړه. اوس يو ځل بيا وايم چې دا کيفيت او ظرفيت د مضر سياسي مصلحت له امله مه قربانوه، خپله ماضي مه بدرنګوه. ستا تريخ ولسي او ټولنيز چلند هم پر ولس ځکه ښه لګېده چې خلکو فکر کاوه، په وطن کې د حاکمې ناپاکۍ د پاکولو لپاره همدغسې يو تريخ شخصيت ته اړتيا ده که نه خو دا ولس د هېچا دومره ترخه او تروه ژبه نه شي زغملای، خو داسې ښکاري چې دا تريخوالی يوازې د هغو کسانو په مقابل کې استعمالېږي چې خپل پلويان دې دي، مخالفينو سره خوږ او موافقينو سره تريخ چلند تر ډېره وخته پورې هېچا ته د زغم وړ نه دی. که د ښاغلي عبدالله عبدالله د ټيم د پرله پسې غوښتنو پر وړاندې ستاسو د ټيم له خوا هم پرله پسې، خو معقولې غوښتنې مطرح شوې وای، نو خبره دې يو طرفه افراطي حد ته نه رسېده او نن به نړيوالو منځګړو د دواړو خواوو په معتدلو او معقولو غوښتنو کې منځنی حد ټاکلی و، هم به تاسو او هم به ولس ته په ګټه و، خو څرګنده خبره ده چې ستاسو په استازۍ غالباً هغه کسان په مذاکراتو کې ګډون کوي چې نه قوي ولسي بېز او بنسټ لري، نه قوي سياسي جرئت او نه هم فرهنګي مهارت، دا ډول اشخاص اکثره د پخوانۍ شمالټلوالې پاتې شوني او د هغو ټپساري دي، داسې څوک ما ونه ليدل چې مقابل ټيم سره د مخالفت پخوانۍ (سره کرښه) ولري چې يو بل تر هغې وانه وړي او هر يو خپل بريد وپېژني، ځکه خو يې په اعلاميه کې د ((مقاومت)) اصطلاح هم په خاص مهارت تېره کړې ده. ستاسو سياسي تجربې، علمي او سياسي تفکر څخه دا هيله نه کېده، هغه الفاظ او يا اصطلاحات دې د ارزښتونو او درناوي په توګه ومنل شي چې لا هم ترې د وينو بوی راځي. تاسو پوهېږئ چې د ((مقاومت)) د اصطلاح تر چتر لاندې يوه خاصه ډله، سيمه او يو خاص ګروپ له دې ملت څخه ناوړه باج اخلي او دا د خپلو سياسي او بشري جنايتونو د پټونې لپاره يوه وسيله ګڼي. کله چې د پنځه (۵) سلنه خلکو ((مقاومت)) د يو اصل په توګه منل کېږي، د پنځه نوي (۹۵) سلنه خلکو ارزښتونه بيا کوم دي؟. د (جهاد) له مقدس نامه څخه هم ځينې روس پلوه پرتوکوليان خپله سياسي ګټه پورته کوي، جهادچې د ټول افغان ولس حماسه ګڼل کېږي، اوس څو محدودو جنګسالارانو يرغمل کړی او د جهادي ارزښتونو پر ضد ترې ګټه اخلي. کله چې د افغانستان اساسي قانون د ټولو وګړو تر منځ دتساوي اصل او اسلامي ارزښتونه معيار ګڼي، نو بيا هېڅ، اړتيا نه شته چې په دې منځ کې دې هغه تنظيمي اصطلاحات چې د نفرت بوی ورڅخه راځي پر خلکو پر زوره تحميل شي، دا له طالبانو او نورې جمعيت ضد ډلو سره د پخلاينې بهير ته څرګند زيان رسوي او جګړه لا پسې غځوي. د جهاد له مقدس ارزښت پرته چې د ټول ملت مشترکه حماسه ګڼل کېږي، نورو هېڅ ډول تنظيمي اصطلاحاتو ته اړتيا نه وه، ددې ډول اصطلاح کارول ددې څرګندونه کوي چې ستاسو ټيم کې لا هم د نظار شورا د فکري خط پلويان خپل اغېز لري. اوس چې په اوبو ورګډ شوی يې، نو د ډوبېدو احتمال دې زيات دی، هر څوک چې بې ګودره اوبو ته ورګډېږي، کښتۍ به يې ضرور ډوبېږي.
ماڼو اخر به دې کښتۍ په سمندر ډوبه شي
چــې بـــې ګـــودره ورګـــډېږې دا مې ياده لره
په دې خاطر چې ته اوس ماڼو يې او ټول ملت تا سره په دې کښتۍ کې سور دی، نو د ملت د نجات لپاره هڅه وکړه، د ملت د ژغورنې يوه حل لاره دا ده چې کله د ټاکنو نتيجې رڼې او ټولو تائيد کړې او ته سپين باز شوې، بيانو پر لوړ غره کېنه، خپل ملت او نړيوالو ته خپلو پيغام واوره، ووايه چې ما د څوکۍ او مقام لپاره مبارزه نه وه کړې، ما د ملت د سوکالۍ لپاره دا ټولې هلې ځلې کړي، زما ملت له جنجالي ائتلافي حکومت او د هغه له ماهيت څخه ښه خاطره نه لري، له هغه څخه کرکه کوي، که دا ائتلافي حکومت په هر نامه وي، د (ملي وحدت) د حکومت په نامه، د (اسلامي دولت)، (اسلامي امارت)، (اسلامي جمهوريت) (ديموکراتيک جمهوريت) او يا تر بل کوم نامه لاندې، خو چې ماهيت يې ائتلافي وي، نه دوام کوي او نه يې خلک مني، ښه لاره خو داده چې ډاکتر صيب عبدالله عبدالله دې د ټاکنو له قانون سره سم تاسو د ولسمشر په توګه ومني او خپله دې د (اپوزېشن) مشر شي او ته په مقابل کې خلکو ته ډاډ ورکړه او ژمنه وکړه چې زه په حکومت کې د افغانانو تر منځ له هر ډول تبعيض پرته د لياقت پر اساس د ټولو افغانانو استازيتوب تضمينوم او خپل ولس ته مسؤل يم.
که چېرې نړيوالې ټولنې او ډاکټر عبدالله عبدالله بيا هم د (ملي وحدت) د حکومت په نامه پر ګډ حکومت ټينګار کاوه، نو يو اخلاقي جرئت وکړه، ټول حکومت ډاکتر عبدالله ته پرېږده، ته او په ټيم کې چې دې څه وفادار خلک دي، هغه دې اپوزېشن ته لاړشي او ووايه چې د انتخاباتو له ګټلو سره سره زه د څوکۍ شوق نه لرم، عبدالله ته لکه څنګه چې وايې، ووايه زما ورور دی، دا حکومت دې دی وکړي، هغه نو بيا د ډاکټر صيب عبدالله عبدالله کار دی چې څنګه حکومت کوي او د نړيوالې ټولنې کار دی چې څنګه ورته دوام ورکوي. درېيمه لار هم شته چې تاسو او ډاکټر صيب عبدالله دواړه موافقه وکړئ او ووايئ چې موږ په ګډه د ملي وحدت حکومت جوړوو، خو اساسي شرط به يې دا وي چې نه د ډاکټر عبداله عبدالله او نه هم ستاسو د انتخاباتي ټيم يو غړی به هم د حکومت په عادي او لوړ پوړي پوست کې دنده نه اخلي. حکومت دې د ولس د پراخو پرګنو له منځه له داسې باکفايته اشخاصو څخه جوړ شي چې هم لياقت ولري او هم دې له دې دواړو ټيمونو، يوه سره هم اړيکي ونه لري. د دواړو انتخاباتي ټيمونو اشخاص دې په ګډه د اپوزېشن يوه کمېټه جوړه کړي، بايلونکی نوماند دې په راس کې وي، هر هغه کار چې دې ناپييلي حکومت کاوه او نيمګړتيا په کې وه، پر هغه دې نيوکه کوي او ولسمشر به هغه اصلاح کوي. که دا ټيمونه رښتيا هم هېواد ته وفادار وي او څوکۍ نه غواړي، نوښه لاره يې داده چې څوکۍ نورو هېوادوالو ته د خدماتو لپاره پرېږدي او دوی دې د خدماتو د سر ته رسولو څار وکړي او که د څوکۍ خبره نه وي، نور خو هېڅ مشکل نه شته، کله چې د دواړو ټيمونو مکس شوې تګلاره تطبقېږي، نو نوره په کې څه ستونزه پاتې کېږي؟
زه د يوه افغان او ستاسو د يوه نا رسمي کمپاينر او د هغه چا په توګه چې ستا په کمپاين کې تر ټولو زیات ستړی شوی او متضرر شوی، حاضر يم چې ستاسو په حکومت کې هېڅ ډول دنده وانه خلم او تر ځان بل مستحق ته ځای پرېږدم، نو ستاسو هر کمپاينر بايد د هېواد د ګټو لپاره دې حالت ته حاضر وي.
خو له اوسني تصنعي او فشاري جوړ جاړي څخه داسې ښکاري چې دا لاره ډېره اغزنه ده. په دې ترکيب کې د نړۍ يو مفکر څه چې سل مفکران هم راشي، حکومت يې دوام نه کوي، يو (علي بابا) او (څلوېښت) غله نه چلېږي. او بيا خو چې د دواړو ټيمونو غله او فساد ګر سره يو ځای شي، نو بيا به يې ښه جوړه کړې، د اپوزېشن مشر به هم د خپل اجرائيه رييس او نيم حکومت په زور وضعه اخلالوي او ولسمشر به کار ته نه پرېږدي، هم به مسؤليت نه لري، هم به سپينه کوتره وي، ولسمشر به هم کړېدلی وي، هم به شرمېدلی، د عوامو ښځو په اصطلاح هم به بوره وي، هم بدنامه، مزې به اپوزېشن کوي، کنځلې به په اصطلاح پوزېشن خوري، د ولسمشر کرزي د واکمنۍ دوره به بيا تکرار شي تر هغې څخه هم څو ځله په متبذله بڼه، خلک به ولسمشر کرزي ته د دعا په ارمان شي، او د ((تحول او اصلاحاتو)) او ((تداوم او همګرايي)) له يو ځای کېدو څخه به داسې يو ((شرم)) وزېږي چې پخواني شرمونه به ټول ورته له حيرته ګوته په غاښ شي. د (ملي وحدت) د حکومت تر نامه د سهامي شرکت جوړول همدا اوس عملاً د هېواد قوانين، انتخاباتي بنسټونه او نور اورګانونه پيکه او نا اعتباره کړل، پر ټاکنو د خلکو باور له منځه لاړ او افغانستان کې د ټاکنو تر چتر لاندې د ائتلافونو يوه نوې متبذله لړۍ پيل شوه. نو که د نړۍ ستر مفکر صيب دا حالت همداسې غواړي، مهرباني دې وکړي ورځي دې پرې، حکومت يې غير له هغې هم په دې حالت کې تر لويې جرګې نه رسېږي، موږ ورته سر له همدا اوسه د ماتې مبارکي وايو.
وما علينا الاالبلاغ

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »