| |
 

په هلمندولایت کې د پاکستان پرضد لاریون ترسره شو

نن یکشنبه (۱۳۹۳-۳-۱۱) دسهار په لس نیموبجو د هلمندد ولس، مدني ټولنې او ملي تحريک په ملاتړ د لښکرګاه په ښارکې یو پراخ سوله ییزلاریون ترسره کړ.
په لاریون کې ګډون کوونکو په کونړ باندې د پاکستان هوایي اوځمکني بریدونه وغندل اودپنچابي پوځ پرضدیې د مرګ شعارونه ورکړل .
لاریون کوونکودکونړله ولسونوسره خپل ملاتړ اعلان کړ او همدارنګه یې د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دافغانستان په خاوره د پاکستان دناروا بریدونو او تېریو په مقابل کی چوپه خوله پاتې نه شي .
په لاریون کې چې په سلګونو با احساسه هلمندیانواو د ملي تحریک غړو ګډون کړی وو د پاکستان جنډې ته اور هم واچاوه لاریون په سوله ییزډول دغرمې په دولس نیموبجو د یو پرېکړه لیک په صادرولو پای ته ورسېد .

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »