| |
 

دوه طالب قوماندانان په ټپي حالت کې ونیول شول

په غزني ولایت کې دوه طالب قوماندانان په ټپي حالت کې د ملي پوځ د ځواکونو لخوا ونیول شول
یاد طالب قوماندانان چې ملا عبدالله او ملا عبدالرازق نومېږي تېره ورځ د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
په غزني کې د دریمې لوا ویاند نظیف الله سلطاني وايي چې پېښه د یادې ولسوالۍ په میرویس کلا سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې وسلوالو طالبانو د ملي پوځ پر سرتېرو برید وکړ.
دده په خبره چې په ځوابي برید کې دوه طالب قوماندانان په ټپي حالت کې ونیول شول.
سرچینه وايي چې وسلوالو طالبانو په نښته کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده خو په اړه یې کره معلومات نلري.
د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم د غزني په ده یک ولسوالۍ په رباط سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته کې اوه وسلوال وژل شوي او شپږ نور ټپيان وو.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د خپلو قوماندانانو د نیول کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي


ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »