| |
 

پوهنوال محمد اسمعيل يون د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات او احتمالات


ټاکل شوې د (۱۳۹۳ل) کال دوري پر (۱۶)مه نېټه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي، دا ټاکنې خپل خپل مشکلات او ننګونې لري، خو داسې اټکل کېږي چې له ننګونو او ستونزو سره سره به انتخابات تر سره شي، د ولسمشرۍ د ټاکنو په باب لا وار د مخه رڼې او نا رڼې سروې ګانې شوي او وړاندې کېږي، دا انګېرنې او سروې ګانې اکثره پر اټکلونو ډډه لګوي، ما هم وغوښتل د ځينو واقعيتونو، حقيقتونو او د کمپاين د اوسني بهير په رڼا کې د ولسمشرۍ د اوسنيو نوماندانو د راتلونکو دريځونو په اړه ځينې وړاندوينې او اټکلونه وکړم، دلته يوازې د ولسمشرۍ پر نوماندانو بحث کوم، د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پر څرنګوالي څه نه وايم او نه زموږ د ملي درسونو دا ځانګړی بحث ددې جوګه دی چې ټولو پوښتنو ته ځواب ووايي، خو مخکې تر دې چې د اټکلونو او احتمالاتو پر بنسټ پر ولاړ بحث خبرې پيل کړم، غواړم د ټاکنو د قانونيت او مشروعيت په باب څو مهمو ټکو ته اشاره وکړم:
د انتخاباتو قانونيت: په افغانسان كې د انتخاباتو د قانونيت تر ټولو غټه او معتبره سرچينه د افغانستان اساسي قانون دی. ددې قانون ( ۴، ۳۳، ۶۰، ۶۱، ۶۲، ۶۷، ۸۳، ۸۴، ۸۵) ماده په مستقيم او نامستقيم أول د انتخاباتو او د هغو د څرنګوالي يادونه كوي:
۴ مه ماده: په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري، چې په مستقيم ډول يې په خپله يا يې د استازو له لارې عملي كوي.
۳۳ مه ماده: د افغانستان اتباع د انتخابولو او انتخابېدلو حق لري.
۶۰ مه ماده: د جمهوري رياست كانديد د خپلو مرستيالانو نومونه د ځان له كانديدولو سره يو ځای ملت ته اعلاموي.
۶۱ مه ماده: جمهور رئيس د رايې وركوونكو د ازادو، عمومي، پټو او مستقيمو رايو له لارې په سلو كې تر پنځوسو زياتو رايو په ترلاسه كولو انتخابېږي.
• د جمهور رئيس وظيفه تر انتخاباتو وروسته د پنځم كال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.
• دجمهور رئيس د كار تر پای ته رسېدو دمخه د نوي جمهور رئيس د ټاكلو لپاره انتخابات له دېرشو تر شپېتو ورځو پورې موده كې كېږي.
• كه چېرې په لومړي پړاو كې له كانديدانو څخه يو هم ونه كړای شي چې په سلو كې تر پنځوسو زياتې رايې ترلاسه كړي، انتخابات د دوهم ځل لپاره د انتخاباتو نتايجو دنېټې تر اعلان وروسته د دوو اوونيو په اوږدو كې تر سره كېږي، دا ځل هغه دوه تنه كانديدان په انتخاباتو كې برخه اخلي چې په لومړي پړاو كې يې تر ټولو زياتې رايې ترلاسه كړې وي.
• د انتخاباتو په دويم پړاو كې هغه څوك چې د رايو اكثريت ترلاسه كړي، جمهور رئيس ګڼل كېږي.
• كه چېرې د جمهوري رياست يو كانديد د راى ګيرۍ د لومړي يا دويم پړاو په جريان او يا تر انتخاباتو وروسته او يا د انتخاباتو د نتايجو له اعلان څخه پخوا مړ شي، نوي انتخابات د قانون له حكمونو سره سم كېږي.
۶۲ مه ماده: څوك چې جمهوري رياست ته كانديدېږي، بايد د لاندنيو شرطونو لرونكی وي:
۱- د افغانستان تبعه، مسلمان، له افغان مور او پلار څخه زېږېدلی وي او د بل هېواد تابعيت ونلري.
۲- د كانديدو پر ورځ يې عمر تر څلوېښتو كلونو لږ نه وي.
۳- د محكمې له خوا د بشري ضد جرمونو او جنايت په ارتكاب او يا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ محكوم شوی نه وي.
• هېڅ شخص نشي كولای له دوو دورو زيات د جمهور رئيس په توګه وټاكل شي.
• په دې ماده كې راغلی حكم د جمهور رئيس دمرستيالانو په برخه كې هم تطبيقېږي.
۶۷ مه ماده: • د جمهور رئيس د استعفی، عزل، مړينې او يا په صعب العلاجه ناروغۍ د اخته كېدلو په صورت كې چې د وظيفې د اجرا مخه نيسي د جمهور رئيس لومړی مرستيال د جمهور رئيس واكونه او وظايف په غاړه اخلي.
• جمهور رئيس خپله استعفی په خپله ملي شورا ته اعلاموي.
• د صعب العلاجه ناروغۍ تثبيت د هغه طبي هئيت له خوا كېږي چې ستره محكمه يې ټاكي.
• په داسې حالاتو كې د نوي جمهور رئيس د ټاكلو لپاره په درې مياشتو كې دننه ددې اساسي قانون د يوشپېتمې مادې له حكم سره سم انتخابات كېږي.
• د جمهور رئيس مرستيالان ددې اساسي قانون له حكمونو سره سم كولای شي ځان جمهوري رياست ته كانديد كړي.
۸۳ مه ماده: د ولسي جرګې غړي د خلكو د ازادو، عمومي، پټو او مستقيمو انتخاباتو له لارې انتخابېږي.
• د ولسي جرګې د كار دوره د پنځم كال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د انتخاباتو د اعلان څخه وروسته پای ته رسېږي او نوې شورا په كار پيل كوي.
• د ولسي جرګې د دورې تر ختمېدو دمخه له دېرشو څخه تر شپېتو ورځو پورې موده كې د ولسي جرګې د غړو انتخابات كېږي.
• د ولسي جرګې د غړيو شمېر د هرې حوزې د نفوسو د شمېر په تناسب زيات نه زيات تر (۲۵۰) كسانو پورې دی.
• انتخاباتو په قانون كې بايد داسې تدبيرونه ونيول شي چې انتخاباتي نظام د افغانستان د ټولو خلكو لپاره عمومي او عادلانه استازيتوب تامين كړي او د نفوسو په تناسب دې له هر ولايت څخه په اوسط ډول لږ تر لږه دوه ښځينه وكيلې په ولسي جرګه كې غړيتوب ترلاسه كړي.
۸۴ مه ماده: د مشرانو جرګې غړي په لاندې ډول انتخاب او ټاكل كېږي.
۱- دهرې ولايتي جرګې له غړيو څخه يو تن دمربوطې جرګې په انتخاب، د څلورو كلونو لپاره.
۲- د هر ولايت د ولسواليو د جرګو له غړيو څخه يو تن، دمربوطو جرګو په انتخاب، د دريو كلونو لپاره.
۳- پاتې درېيمه برخه غړي دمعلولينو او معيوبينو د دوو تنو او كوچيانو د دوو تنو استازيو په ګډون د هېواد له خبيرو او تجربه لرونكو كسانو څخه د پنځو كلونو لپاره دجمهور رئيس له خوا ټاكل كېږي.
• جمهور رئيس له دې اشخاصو څخه په سلو كې پنځوس ښځې ټاكي.
• هغه شخص چې د مشرانو جرګې د غړي په توګه انتخابېږي، په مربوطه جرګه كې خپل غړيتوب له لاسه وركوي او دده پر ځای د قانون له حكمونو سره سم بل شخص ټاكل كېږي.
۸۵مه ماده: دا ماده د ملي شورا دغړيتوب لپاره د كانديدانو شرايط په ګوته كوي. د ولسي جرګې لپاره د عمر (۲۵) كاله او د مشرانو جرګې لپاره (۳۵) كاله قيدوي.
۸۶ مه ماده: د ملي شورا د غړيو انتخاباتي وسيقې، د انتخاباتو د څارنې خپلواك كميسيون له خوا د قانون له حكمونو سره سم څېړل كېږي.
دغه راز د اساسي قانون ( ۸۷، ۸۸، ۸۹، ۹۲، ۹۷، ۱۰۰) ماده د ولسي جرګې د داخلي چارو لپاره انتخاباتي عناصر لري.
د اساسي قانون شپږم فصل، (۱۱۰ )مه ماده د لويې جرګې په باب ده، په دې ماده كې راغلي چې لويه جرګه دملي شورا له غړيو او د ولايتونو او ولسواليو د جرګو له رئيسانو جوړېإي.
۱۳۸ مه ماده: د ولايتي جرګو په باب ده.
دغه راز په اساسي قانون كې په ځينو نورو ځايونو كې هم په ضمني او تلميحي ډول د انتخاباتو او يا د انتخابي جرګو د جوړښت او په هغو كې د رايو څرنګوالي ته اشاره شوې ده.
د افغانستان تر اساسي قانون وروسته دقانونيت بله مرجع د انتخاباتو هغه قانون دی، چې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له خوا جوړ شوی او دې اساسي قانون كې يې د جوړېدو سپارښتنه شوې: دا قانون تر ډېرو بحثونو او جنجالونو وروسته د ملي شورا له خوا تصويب شوی او ولسمشر توشيح کړی دی.
د انتخاباتو مشروعيت: د انتخاباتو تر قانونيت وروسته بل مهم ټكی چې د انتخاباتو لپاره ډېر مهم دی، هغه د ټاكنو مشروعيت دی. د ټاكنو د مشروعيت لپاره دغه لاندې څو ټكي ډېر مهم دي:
• د انتخاباتي كميسيون ناپېيلتوب: كوم شی چې د انتخاباتو د مشروعيت لپاره مهم دی، هغه دادی چې د انتخاباتو ناظمين بايد بې طرفه، ناپېيلي او ناګوندي اشخاص وي، چې د ټولو كانديدانو د باور وړ وګرځي.
• شفافيت: بل ټكی چې د انتخاباتو د مشروعيت لپاره مهم دی، هغه د انتخاباتو د پروسې يا بهير شفافيت دی، هر ډول، ابهام، شك او د پوښتنو نه ځوابونه د انتخاباتو مشروعيت ته زيان رسوي.
• درايو كميت: د رايو وړ اشخاصو او رايو وركوونكو د شمېر زياتوالی د انتخاباتو له مشروعيت سره مستقيمه رابطه لري، څومره چې د ثبت شويو اشخاصو او رايه وركوونكو شمېر زيات وي، همغومره پر پروسې د خلكو د باور څرګندويي كوي او د ټاكنو مشروعيت قوي كېږي.
• د امكاناتو متوازن او متناسب وېش: كه چېرې د انتخاباتو چارواكي ټولو سيمو ته انتخاباتي امكانات په متوازن او متناسب ډول ونه وېشي، نو طبعاً يوه خوا يا ځينې كانديدان په كې زيان ويني، عدالت نه رامنځته كېږي او دا كار د ځينو خلكو د نارضايتۍ سبب ګرځي.
• د شكايتونو اورېدنه او ځوابونه: د انتخاباتو په بهير كې او د نتيجو تر اعلان وروسته كه د معترضينو غوښتنو او شكايتونو ته معقول ځواب ور نه كړای شي او د هغوی مشروع غوښتنې او پوښتنې په سم ډول ځواب نه شي، نو طبعاً د انتخاباتو مشروعيت ته زيان رسېږي. د پورتنيو يادو ټكو ترڅنګ يو شمېر نور مسايل هم شته، چې د انتخاباتو مشروعيت ته ګټه او زيان رسولای شي، په مجموعي ډول معمولاً همغه انتخابات بريالي او درست ګڼل كېږي، چې قانونيت، شفافيت او مشروعيت ولري.
ددې زيات احتمال شته چې اوسنۍ ټاکنې به پوره قانونيت، مشروعيت او شفافيت ونه لري، خو داسې ښکاري چې هم حکومت او هم نړيواله ټولنه تر بلې هرې لارې، کمزوري او ناشفافه انتخابات هم ښه او غوره لار ګڼي او ځانته د وړو پوزه، ما غوښتل چې د ټاکنيزو سستمونو په اړه هم خبرې ولرم، خو د وخت د کمښت له امله په دې بحث کې ځای نه شم ورکولای، اوس راځم د ولسمشرۍ نوماندانو ته.
۱- د نوماندانو د انصراف يا کمښت اټکل: مخکې هم داسې اټکل کېده چې پوره يوولس کانديدان به تر پايه خپله ټاکنيزه مبارزه ونه غځوي، قيوم کرزی لومړی نوماند و چې انتخاباتي وېکټه يې له لاسه ورکړه. پرته له دې چې کومه منډه تر سره کړي، په صفر کې اوټ شو، د دا ډول نورو ويکټو احتمال هم شته. اټکل کېږي چې د وري تر (۱۶) مې نېټې به په ترتيب سره او يا هم لږ وړاندې وروسته،(هدايت امين ارسلا)، (محمد نادر نعيم)، (جنرال رحيم وردګ)، (داود سلطان زوی)، (ګل اغا شېرزی) او (قطب الدين هلال) هم د بېلا بېلو تعاملاتو او امتيازاتو په مقابل کې له خپلې نوماندۍ لاس په سر شي، ددې حقيقت په پوره تطبيق سره به يوازې څلور نوماندان، (ډاکټر اشرف غني احمدزی)، (ډاکټر عبدالله عبدالله)، (ډاکټر زلمی رسول) او (استاد عبدالرب رسول سياف) پر ټاکنيز ډګر پاتې شي او که پورتنی اټکل پوره سم ونه خېږي، نو کېدی شي، (ګل اغا شېرزی)، (قطب الدين هلال) او د دوی پر ځای کوم بل يو پاتې شي ،د نوماندانو وروستی نوملړ (۵-۷) پورې اټکلېدی شي، پورتنو نوماندانو کې کېدی شي (ګل اغا شېرزی) او (قطب الدين هلال) تر هغو نورو څلورو لږ زياتې رايې ولري، خو اصلي مقابله به د ډاکتر احمد زي، ډاکټر عبدالله، ډاکټر رسول او استاد سياف تر منځ وي او په دې څلورو کې بيا د لومړنيو دريو او په لومړنيو دريو کې بيا د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله او يا هم ډاکټر احمدزي او زلمي رسول تر منځ وي، د ډاکټر عبدالله او زلمي رسول تر منځ هم په دويم پړاو کې د سيالۍ ضعيف احتمال شته، نو ددې يوولس نوماندانو د لومړنی سياسي انتخاباتي کمپاين رياضي په دې ډول اټکلېدی شي.
۱۱- ۱ =۱۰
۱۰ -۴ = ۶
۶ - ۲ = ۴
۴ - ۱ = ۳
۳ - ۱ = ۲
۱ x ۱ =۱
کله چې موږ د دريو (۳) اساسي نوماندانو اټکل کوو او د هغو د ټيم جوړښت ته نظر کوو، نو د هغو ترکيب د يوه مثلث بڼه خپلوي، يا هم په ساده مثال د (ريکشا) په شان جوړښت لري، چې يو ټاير يې مخکې او دوه ورپسې وي، دې نوماندانو کې ډاکټر عبدالله عبدالله، ډاکټر زلمی رسول او ډاکټر اشرف غني احمدزی شامل دي، د دوی هر يو سياسي مثلث خپل خپل مميزات او ځانګړنې لري چې دلته به هر يو له څو اړخونو وارزو:
۱- د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټيم جوړښت:
لومړی دا مثلث له سياسي پلوه ارزو:

د سياسي ترکيب له مخې د اسلامي جمعيت. (۸) په سلو کې برخه د ډاکټر عبدالله تر شا ولاړه ده، اسلامي وحدت ګوند (۵۰) په سلو کې او اسلامي حزب کې (٪۳) په سلو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ کوي، يانې د عبدالله ترکيب:

اسلامي جمعيت ۸۰٪
اسلامي وحدت ۵۰٪
اسلامي حزب ۳٪
سيمه ييز ترکيب:
له سيمه ييز پلوه دا مثلث د افغانستان ډېرې برخې نه رانغاړي، تر ډېره حده د هېواد مرکزي برخې او څه نا څه د شمال ځينې برخې تر پوښښ لاندې نيسي.

مذهبي ترکيب: ډاکټر عبدالله+ انجنير محمد خان سني مذهبه او محقق شيعه مذهبي دي.
له مذهبي پلوه کولای شي د هېواد زياته برخه تر پوښښ لاندې راولي، له مذهبي پلوه دا ترکيب کومه خاصه ستونزه او نيمګړتيا نه لري.
قومي ترکيب: سره له دې چې ډاکټر عبدالله عبدالله اوس ځان ډېر په تاجک قوم پورې نه تړي، ددې ترڅنګ پښتون هويت هم نه په ډاګه کوي، خو عبدالله عبدالله که ځانته له تاجک پرته هر څومره د بل قوم رنګ ورکوي، څوک يې نه مني، هغه څوک چې د جمعيت او نظار شورا په خم کې رنګېدلای وي او يو زيات شمېر پښتون ضد اشخاص يې هم تر څنګ ولاړ وي، ډېره سخته ده چې د پښتنو په ذهن کې د هغه پښتون تصوير کېنول شي، حقيقت هم دا دی چې پښتانه هېڅکله ډاکټر عبدالله ته د پښتون په سترګه نه ګوري، بله ستونزه يې داده چې په تاجکو کې هم دی يوازې په پنجشېر درې پورې تړلی دی. که له ډاکټر عبدالله سره د تاجکوالۍ تصور نه وای او ځان يې پښتون ګڼلی، نو بيا خو انجنير محمد خان ته اړتيا نه وه چې هغه دې د لومړي مرستيال په توګه وټاکي، د هېواد اوسنيو جنګي، قومي او سياسي واقعيتونو ته په پام سره هېڅ بل کانديد دا کار نه دی کړی، چې له يو قوم څخه دوه تنو ته دې په يو ترکيب کې ځای ورکړي.
نو د ډاکټر عبدالله ترکيب د قومي هندسې له مخې دغه بڼه خپلوي.
په دې ترکيب کې د ډاکټر عبدالله اصلي رايې په تاجک مېشتو سيمو کې خوندي دي.
عبدالله کولای شي له قومي پلوه په تاجک ټبر کې په سلو کې تر (۸۰٪) رايې راخپلې کړي. محقق هم کولای شي د هر سلو هزاره ګانو له جملې څخه (٪۵۰) رايې راخپلې کړي، خو د انجنير محمد خان رايه په پښتون مېشتو سيمو کې صفر ته نږدې ده، عيناً لکه احمد ضيا مسعود چې څومره رايې له پنجشېر څخه ولسمشر کرزي ته راوړې د انجنير محمد خان حال هم همدا ډول دی، نو د عبدالله قومي رايې په دې ډول محاسبه کېدی شي.
تاجک: ۸۰٪
هزاره: ۵۰٪
پښتون: ۰٪ ته نږدې يانې له (صفر) څخه تر (يو) پورې.
البته په خپله ډاکټر عبدالله عبدالله له يو شمېر پښتون مېشتو سيمو څخه پام وړ رايې اخيستلای شي، خو نه د انجنير محمد خان په واسطه، د انجنير محمد خان سياسي يا مذهبي رايې، د حکمتيار په لارښوونه قطب الدين هلال او قومي رايې يې ټولې اشرف غني ته ځي.

ژبنی ترکيب:
د ژبني ترکيب له مخې د عبدالله مثلث دوه ضلعې فعالې دي، خپله عبدالله په (دري) او (پښتو) غږېدلای شي، لومړی مرستيال يې په پښتو او دري او دويم مرستيال يې په دري غږېدلای شي. د ژبني ترکيب له مخې په ډېر ضعيفه موقعيت کې نه دی.

د ډاکټر عبدالله ژبنی ترکيب
عبدالله: دري ۹۰٪. پښتو: ۱۰٪
محمد خان: پښتو: ۹۰٪ . دري ۱۰٪
محقق: دري ۱۰۰٪
دا ډول ژبنی ترکيب اکثريت پښتنو ته د ډېر زيات تائيد وړ نه برېښي، خو د ژبني ترکيب له مخې د عبدالله ټيم د زلمي رسول تر ټيم په قوي دريځ کې دی.

د مسلکي ترکيب له مخې: ډاکټر عبدالله او انجنير محمد خان رسمي تعليم لري، خو محقق که څه هم رسمي تعليمي اسناد نه لري، خو په ديني او اجتماعي علومو کې يې په شخصي تشبث ځان يو حد ته رسولای دی.

د ماضي ترکيب له مخې: ددې ترکيب درې واړه غړي په داسې تنظيمونو پورې تړلي، چې وخت پر وخت يې خپل منځ کې سره شخړې لرلې دي او بيا يې هم احتمال شته، خو اوس ټول واحد مجبوريت سره تړلي او تر ټاکنو پورې يې ډېر کم احتمال شته چې ټيم يې وپاشل شي او که پاشل کېږي هم، نو د انجنير محمد خان په حذف به تمامېږي.

اقتصادي امکانات: د اقتصادي امکاناتو له مخې هم دا ترکيب په قوي دريځ کې دی، بهرني اړيکي او کورني امکانات، ددې سبب کېږي چې له اقتصادي پلوه له ډېرو ستونزو سره مخ نه شي، د زياتې پانګې له مخې دوی کولای شي تر ټاکنو پورې خپل کمپاين په ښه ډول تر سره کړي او د ټاکنو پر ورځ خپلو پلويانو ته د ترانسپورت زمينه برابره کړي.

رسنيز امکانات: ډاکټر عبدالله د رسنيز فعاليت له مخې په قوي دريځ کې دی، (نور)، (راه فردا) او (نورين) ټلوېزيونونه ورته په مستقيم ډول کمپاين کوي، ځينې نور ټلوېزيونونه د تجارتي اعلانونو او ځينې نور هم د ناپېيلتوب د اصل له مخې د عبدالله عبدالله کمپاين ته ګټه رسوي، په چاپي او راډيويي رسنيو کې هم په قوي دريځ کې دی.

بهرنی ملاتړ: اوسنۍ روسيه، تاجکستان، ايران، هند او ځينې اروپايي هېوادونه له ډاکټر عبدالله سره خواخوږي لري، خو دا په دې مانا نه ده چې دی دې ضرور له ټولو څځه مالي امکانات تر لاسه کوي، امريکا د تېر ځل په شان دا ځل له ډاکټر عبدالله څخه د يوې وسيلې په توګه کار نه اخلي، کېدی شي امريکا د تېر په انډول دا ځل په ټاکنو کې څرګنده لاسوهنه ونه کړي.
کاري ټيم: د اسلامي جمعيت او نظار شورا غړي د عبدالله عبدالله د کاري ټيم اصلي زړی جوړوي، دوی پر انتخاباتي مهارتونو او چلونو پوهېږي، د دولتوالۍ څه نا څه تجربه هم لري او د کمپاين څو ځلي عملي تجربه هم، دويم قوت يې د محقق اسلامي وحدت ګوند دی چې دا ډله هم د محقق لپاره په کمپاين کې خپله غوښنه ونډه لري.
خو په دې کمپاين کې انجنير محمد خان هم د مالي امکاناتو، هم د انګېزې هم او هم د نورو لازمو امکاناتو د نشتوالي له امله تر ډېره حده د عبدالله مټ نه شي پياوړی کولای.
انګېزه: د عبدالله د کمپاين اصلي زړی د کمپاين لپاره قومي انګېزه لري، خو دا انګېزه په ډاګه بيانولای نه شي، جهادي انګېزه د ټولو تر منځ تقسيم ده، د ولسواکي انګېزه لا هم د ولس پر ذهن دومره تاثير نه شي کولای، محقق هم د لږ کي هزاره څرګند شعار ځکه نه شي ورکولای چې هزاره لږ کي په هر ترکيب کې په ورته دريځ کې ځای لري، د فساد او بې عدالتۍ پر ضد شعار او انګېزه د دوی له خولې ولس ته بې مانا ښکاري. د انګېزې پټ انتقال هم اسانه او موثر کار نه دی، د عامو تاجکانو پر حقوقو د پنجشېر درې انحصار، د دوی د قوميت شعار او انګېزه کمزوري کړي: نو په دې خاطر د عبدالله ټيم د انګېزې له بحران سره مخ دی، د انجنير محمد خان موقعيت او د هغه ساتنه ډاکټر عبدالله ته په خورا درانه زيان تمامه شوې، د هغه حذف هم څه اسانه کار نه دی، لنډه دا چې که عبدالله د پورتنيو ټولو برياوو او نيمګړتياوو په پام کې نيولو سره ټاکنو ته لاړ شي، نو د ده د ټيم انتخاباتي سياسي رياضي او هندسي جوړښت به په دې ډول وي:

دا هغه حالت دی چې ډاکټر عبدالله د بشپړ بري پوړۍ ته نه شي رسولای. د عبدالله د مثلث يوه ضلعه نيمګړې او صفر ته نږدې ده. هر هغه ټيم چې د مثلث هره ضلع يې پوره وي، د برياليتوب چانس يې زياتېږي.
۲: زلمی رسول:
د زلمي رسول ټيم هم د يوه مثلث بڼه لري، دا به هم په لنډيز سره وڅېړو:
سياسي ترکيب: زلمی رسول د کوم تنظيم غړی نه دی، پخوا يې د روم د بهير او بيا د ولسمشر کرزي په حکومت کې د يوه تکنوکرات شخص په توګه کار کړی، کوم ايډيالوژيک خط نه تعقيبوي، خو ځان يو معتدل ملتپال شخص ګڼي، داسې ملتپال چې د ملت له اکثريت سره يې تر ډېره حده ژبني او ټولنيز اړيکي پرې شوي، خو د نيکونو له تېرې ماضي سره د ارتباط له لارې غواړي خپله ولسي خلا ډکه کړي، لومړی مرستيال يې احمد ضياء مسعود، د اسلامي جمعيت او په تېره بيا د نظار شورا غړی دی، له سياسي پلوه يې دده په انډول ډاکټر عبدالله عبدالله ته فکري او قومي خواخوږي څو ځله زياته ده. دويمه مرستياله يې که څه هم د اسلامي وحدت ګونډ غړيتوب لري يا نه، خو د همغوی له ادرسه له ده سره يو ځای شوې، اسلامي جمعيت او اسلامي وحدت بيا په تېره ماضي کې خپل ناتصفيه شوي حسابونه هم لري، د سياسي پيوند له مخې دا ترکيب معيوب ښکاري، اوس يو عاجل مجبوريت سره يو ځای کړي، څرنګه چې هر يو ته تر خپل استعداده پورته مقام ته رسېدلی او بل درې واړه د يو نرم ذهنيت لرونکي دي، نو ځکه ددې احتمال شته چې ټيم يې تر ټاکنو ورسي او که بريالی شي، نو د جنجالونو او ګوزارې په يوه موازي مسير کې به حرکت کوي. د سياسي ترکيب له مخې به دا ترکيب دا بڼه خپله کړي.

د سياسي ترکيب له مخې د زلمي رسول د رايو احتمال په دې ډول دی.
متعدل ملتپال د زلمي رسول لپاره په سلو کې (۱۰٪) رايې
اسلامي جمعيت او نظار شورا د احمد ضياء مسعود لپاره په سلو کې (۱۰٪) رايې
اسلامي وحدت د حبيبې سرابي لپاره په سلو کې ۲۰٪ رايې
البته ددې اټکل هم شته چې د اسلامي جمعيت په سلو کې (۱۰٪) برخې محمد اسمعيل خان ته هم لاړې شي او که استاد سياف ا انصراف وکړي، نو پاتې لس به يې بيا هم زياته برخه ډاکټر عبدالله او څه يې هم احمد ضيا مسعود ته تللی شي.
د اسلامي وحدت ګوند د سياسي برخې زياته برخه محقق، په دويمه کټه ګورۍ کې سرور دانش او په درېيمه کې حبيبي سرابي ته کېدی شي لاړه شي، چې په سلو کې (۲۰٪) اټکلېدی شي، نو د زلمي رسول د سياسي ترکيب وروستۍ نتيجه به دا شي.
۱- متعدل ملتپال په سلو کې (۱۰٪)
۲- اسلامي جمعيت په سلو کې (۱۰٪)
۳- اسلامي وحدت په سلو کې (۲۰٪)
نو په دې ډول به د سياسي جوړښت له مخې تر ډاکتر عبدالله عبدالله په ضعيفه موقف کې راشي.
مذهبي ترکيب: د مذهبي ترکيب له مخې د اکثريت اهل تسنن او اقليت اهل تشيع دواړه برخې لري، خو لکه څرنګه چې دوی ځانته د اعتدال ټيم وايي، نو ځکه يې مذهبي عنصر دومره قوي نه دی، دلته هم د ډاکټر عبدالله تر ټيم په ضعيفه موقف کې دی.
قومي ترکيب: که څه هم زلمی رسول له قومي پلوه ځانته پښتون وايي، خو پښتانه ورته د خپل استازي او بشپړ پښتون په سترګه نه ګوري، نو دده په مقابل کې چې هر بل پښتونه ولاړ وي، د پښتنو رايې اتومات همغه ته ورماتېږي، په پښتنو کې د اشرف غني احمدزي په مقابل کې دده رايه په نشت او يا هم په ډېره کمه کچه حسابېږي، دده لومړی مرستيال هم قومي رايه نه لري او يا هم ډېره کمه، ځکه چې د مرستيال قومي رايه يې اتومات ډاکټر عبدالله ته ځي، د جمهوري رياست په لومړۍ دوره کې د احمد ضياء مسعود رايه په صفر حساب وه، په دويمه کې فهيم خان په نشت حساب و او په درېيمه کې هم د احمد ضياء مسعود رايه بيا هم په همغه بڼه ده، لکه څنګه چې د عبدالله په ټيم کې انجنير محمد خان د عبدالله پر اوږو بار دی، دغسې احمد ضياء مسعود هم د زلمي رسول پر اوږو بار دی، البته جبيبه سرابي د هزارګانو يو څه قومي رايې راخپلولی شي، په دې ډول به له هرو سلو هزارګانو څخه نږدې (۵۰) رايې محقق واخلي، (۳۰) به سرور دانش واخلي او (۲۰) به حبيبه سرابي راخپلې کړي، په ډې ډول حببيبه سرابي د قومي رايو له نظره د زلمي رسول په ټيم کې تر ټولو ښه مقام لري، دا مثلث کېدی شي دا بڼه خپله کړي.

زلمی رسول په هر سلو پښتنو کې (۱۵٪)
احمد ضيا مسعود په هر سلو تاجکو کې (۲٪)
حبيبه سرابي په هر سلو هزاره و کې (۲۰٪)
د قومي ترکيب له مخې دا ټيم په خورا کمزوري موقعيت کې دی.

ژبنی ترکيب: د ژبني ترکيب له مخې دا ټيم په ټولو لسو ټيمونو او بيا وروسته احتمالاً په دريو، څلورو يا پنځو ټيمونو کې تر ټولو کمزوری ټيم دی، په دې ټول مثلث کې يو تن هم په پښتو خبرې نه شي کو

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »