ټاکنو کمېسیون وایي، کارونه یې قانوني دي او ټاکنیزې ډلې دې همکاري وکړي.
وروسته له هغې چې پر ټاکنو کمېسیون یو شمېر ټاکنیزو ټیمونو نېوکې وکړي، یاد کمېسیون یې په غبرګون کې وویل، چې خپل کار د قانون په اساس مخته وړي او په دې بر خه کې ټاکنیز ټیمونه له دوی سره لا مرسته وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات رسینو ته ویلي، چې کمېسیون د طرزالعمل له مخې خپل کار مخته وړي او انتخاباتي ډلې باید خپل څارونکي ور واستوي.