| |
 

د نجات کمپاین پرلپسې اتمه غونډه

د نجات کمپاین پرلپسې اتمه غونډه د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د بانډې، بینیګاه، حسین کلا او بېلې کلیو د کاکړو، ابراهیم خېلو، عربو، شینوارو، ساپیو او عبدالرحیمزیو ټبرونو مشرانو، ځوانانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د قاري حفیظ الله له خوا دقران کریم د څو مبارک ایتونو تلاوت شول، بیا ملي سرود وغږول شو.
وروسته دیدار احمد ناصري، میا صېب ګلاب، شریف الله ناصري، عبیدالله اغیز او جانداد خان مومند په خپل وار سره خبرې وکړې، د ملي تحریک او پوهنوال استاد محمد اسمعیل یون د دریځ ملاتړ یې وکړ او په ولسمشریزو ټاکنو کې یې په ټینګه د ډاکټر اشرف غني احمدزي ننګه وکړه.
ّپه دې غونډه کې د یادې ولسوالۍ په سلګونه ځوانانو، قومي مخور، دیني عالمانو او مشرانو ګډون کړی و.
پوهنوال استاد محمد اسمعیل یون د غونډې په پیل کې د غونډې د برخه والو د ملي او اسلامي دریځ ستاینه وکړه او له هغو څخه یې د دې غونډې د جوړېدو له امله مننه وکړه.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »