| |
 

د څلورم وار ولسمشریزو ټاکنو لپاره شاوخوا ۵ زره مرکزونو کې رایه کارېدلې.

د څلورم وار ولسمشریزو ټاکنو لپاره شاوخوا ۵ زره مرکزونو کې رایه کارېدلې.
د یاد شمېر مرکزونو له جملې د نیمایي هغو یې اټکلیزې شمېرې په ډاګه شوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په څه کم ۲۶۰۰ مرکزونو کې د رایو ورکوونکو اټکلیز شمېر یو میلیون ۵۲ زره و، چې دا ځل د تېرو ټاکنو په پرتله د رایو ورکوونکو شمېر کم ښکارېده.

چارواکي وايي د نورو څه باندې ۲۳۰۰ مرکزونو د رایه ورکوونکو شمېر ښايي نن یکشنبې د ورځې تر پایه مالوم شي.
د دوی په خبره دا شمېرې اټکلیزې دي او د مرکزونوله مدیرانو یې د ټیلیفون پر مټ اخیستي.
د ټاکنو کمېسیون یو شمېر مسوولینو د خبري ناستې پر مهال ویلي، چې هڅه کوي نن شپه سبا او په نهایت کې تر سبا شپې ټولو مرکزونو کې د خلکو د ګډون کچې شمېرې ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې مسوولینو ټینګار کړی چې دا شمېر یوازې اټکلي دی او ښايي اصلي شمېر بدلون وکړي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »