| |
 

د ټاکنو د ورځې د امنیت په اړه ځانګړې غونډه شوې ده!

د ټاکنو د ورځې د امنیت په اړه ځانګړې غونډه شوې ده!
د ټاکنو د دوه کمیسیونونو د مشرانو، د کورنیو او دفاع چارسمبالو وزیرانو، د ملي امنیت او امنیت شورا مرستیالانو، د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر او د وېډیوو کنفرانس له لارې د ۳۴ ولایاتو امنیه قومندانانو د تلې یا میزان د شپږمې نېټې د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت په اړه په کورنیو چارو وزارت کې ځانګړې غونډه کړې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون امنیتي ادارو ته د ۵۳۷۳ د رایې اچونې د مرکزونو نوملړ ورکړی، خو د دغه کمیسیون ویاند وایي، امنیتي ادارو ورته د ۴۹۷۹ مرکزونو د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.
ټاکل شوې ده د رایې ورکونې په شرایطو برابر خلک راتلونکې شنبې د تلې یا میزان د میاشتې په شپږمه نېټه د خپل نوي ولسمشر د ټاکلو په موخه خپلې رایې وکاروي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »