| |
 

جان بولټن د افغان سولې پر سر خپله څوکۍ بایللې!

جان بولټن د افغان سولې پر سر خپله څوکۍ بایللې!
د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له ټرمپ سره د افغان سولې په ګډون یو شمېر نورو موضوعاتو کې د نه همغږۍ په صورت کې له دندې ګوښه شو.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټویټر لیکلي، چې جان بولټن ته نوره په سپینه ماڼۍ کې اړتیا نشته او باید لرې شي.
د ټرمپ په خبره له بولټن سره په ډېری مواردو کې هم نظری نه وم.
خو جان بولټن د ټرمپ له ټوېټ څو دقېقې وروسته پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، د امریکا له ولسمشر مې استعفاء وغوښتنه، خو راته په ځواب کې وویل، په دې اړه به سبا خبرې وکړو.
ټرمپ نه ده څرګنده کړې چې په کومو مواردو له بولټن سره یې مخالفت درلود، خو ځینو امریکایي رسنیو خبر ورکړي، چې بولټن په کمپ ډېوېډ کې د ټرمپ او طالبانو د لیدنې سره مخالف وو.
بولټن ۳۹ م لوړ پوړی چارواکی دی، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په روانه دوره کې یا له دندې لرې کیږي او یا استعفا ورکوي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »