افغان ولسمشر وایي، جمهوریت سره کرښه ده ترې تېرودونکی نه یم.
ولسمشر غني چې سه شبنه یې په کابل کې د عاشورا ورځې په مناسبت مراسمو ته وینا کوله وویل، جمهوریت سره کرښه ده او که دې برخه کې د امام حسین په څېر یوازې پاتې شي، بیا به هم له جمهوریت څخه دفاع کوي.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال یو ځل بیا په ټاکنو ټینګار وکړ او د سولې کېلې یې ټاکنې وبللې.
د ده په خبره ولسمشریزې ټاکنې به د افغانستان له اساسي قانون سره سمې او پر ټاکلې نېټې ترسره شي