| |
 

نن د ۲۰۱۹ کال سپټمبر میاشتې ۱۱مه مشهوره نېټه ده.

نن د ۲۰۱۹ کال سپټمبر میاشتې ۱۱مه مشهوره نېټه ده.
پر امریکا د یوولسم سپتمبر خونړي برید اتلس کاله پوره شول، خو له امله یې په افغانستان کې جګړه لا هم دوام لري.
نن چهار شنبه د سپټمبر یوولسمه نیټه په امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال د خونړيزو بریدونو د اتلسمې کلیزې سره سمون خوري.
پر یاد هېواد د دې بریدونو لپاره ۱۹ کسان روزل شوي وو، چې په راس کې یې د القایده شبکې مشر اساما بن لادین ځای درلود.
په دې بریدونو کې د امریکا د سوداګرۍ نړیوال مرکز په ګډون پر یو شمېر مهمو لوړو ودانیو الوتکې ورغلي او ورسره یې وجنګولې، چې له امله یې نږدې ۳ زره کسان ووژل شول او د داسې یو هېواد نقشه یې وربدله کړه، چې خلکو یې د دا ډول بریدونو په اړه فکر هم نه وو کړی.
تر دې بریدونو وروسته د ۲۰۰۱ کال په پای کې امریکا په افغانستان کې جګړه پیل کړه چې لا هم دغه جګړه پای ته نه ده رسېدلې او له امله یې هره ورځ لسګونه افغانان وژل کیږي.
همدا رنګه امریکا له یاد برید وروسته د اسامه بن لادین د وژلو لپاره خپلې هڅې پیل کړي، چې بلاخره د امریکا ځانګړو قواوو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې اسامه د ۲۰۱۱ کال مې میاشتې په دویمه نېټه د پاکستان د ایبټ آباد په ښار کې وواژه.
د نوموړي د وژلو وعده د امریکا پخواني ولسمشر اوباما او پخواني ولسمشر جورج بوش کړې وه.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »