| |
 

وسلوالو طالبانو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ورستي دریځ په اړه تند غبرګون ښودلی.

وسلوالو طالبانو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ورستي دریځ په اړه تند غبرګون ښودلی.
طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، دا چې د امریکا ولسمشر طالبانو سره د مذاکرات بهیر درول اعلان کړل، تاوان به یې تر هر چا ډېر امریکا ته ورسیږي او اعتبار به یې زیانمن شي.
د دوی په خبره، په دې کار سره به ورته د سر او مال په زیان اړلو کې زیاتوالی راشي.
بل لور ته په قطر کې بیا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د یو ټوېټ له مخې ویلي، د سولې په اړه هر څه وروستي پړاو کې وو، خو د ډونالډ ترمپ ناببره ټوېټونه هر څه ګډ وډ کړل او خپل اعتبار یې خام کړو.
په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یوه تازه مرکه کې ویلي، دوی اوس هم لېواله دي چې طالبانو سره هوکړه وکړي، خو په دې شرط چې طالبان د سولې په اړه خپله رېښتینولي ثابته کړي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »