| |
 

ولسمشر غني واي، له طالبانو مو نه دي غوښتې چې باید تسلیم شي، د مذاکراتو غوښتنه ترې شوې.

ولسمشر غني واي، له طالبانو مو نه دي غوښتې چې باید تسلیم شي، د مذاکراتو غوښتنه ترې شوې.
افغان ولسمشر وايي، سوله زموږ هدف دی او تر موږ هېڅ څوک په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره کلکه اراده نه لري.
نوموړي چې تېره ورځ یې کابل کې ملي سمپوزیم وینا کوله وویل، سوله د افغانانو بنسټيزه اړتیا ده او حکومت د سولې د ټینګښت لپاره کلکه اراده لري.
د ده په خبره موږ له طالبانو د تسلیمۍ کوم لیک نه دی غوښتی، بلکې مذاکرات مو غوښتي، هغه هم باعزته او تلپاتې سوله، دوی هم باید دا ومني چې دوی له هغو افغانانو سره مخامخ دي چې د سولې اراده لري.
ولسمشر په داسې حال کې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره د کلکې ارادې خبره کوي، چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره تردې مهاله مستقیمو خبرو ته نه دي چمتو شوي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »