ټاکل شوې طالب او امريکايي استازي د جولای په ۲۴ بيا جرګه شي.
په دوحه کې د امریکایي او طالب استازو ترمنځ اووم پړاو خبرې د یوې نیمې اونۍ لپاره ځنډیدلي دي او دواړه غاړې له خپلو مشرانو سره په سلا مشورو بوخت دي.
خو د قطر د غونډې یوشمیر ګډونوال وايي، چې د وسلوالو طالبانو او امریکا ترمنځ اووم پړاو خبرې به بریالۍ وي او ټاکل شوې چې دواړه غاړې د روانې جولاۍ میاشتې په ۲۴ نېټه په وروستیو هوکړو د لاسلیک لپاره سره کیني.
همدا ډول ښایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ په شویو هوکړو کې، د چین، روسیې او فرانسې په ګډون د یوشمېر نورو هیوادونو د استازو په حضور کې لاسلیکونه وشي.
هاخوا د ملي شورا غړي هم ډاډه دي، چې د سولې په پروسه کې یوه نړیواله اجماع جوړه شوې او په باور يې، هېواد ته د سولې راتلل باید د هر قیمت په بدل کې چې وي، وشي.