| |
 

لوی څارنوال ویلي د جنسي ځورونې قربانیان دې خپل شکایتونه ثبت کړي

لوی څارنوال ویلي د جنسي ځورونې قربانیان دې خپل شکایتونه ثبت کړي
د افغانستان لویې څارنوالۍ په دولتي ادارو کې د جنسي ځورونو له قربانیانو غوښتي چې د ځوروونکو خلاف شکایت ثبت کړي او د دوی هویت به هم پټ وساتل شي.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال سرور دانش هم له عدلي او قضايي ادارو غوښتي چې په دولتي ادارو کې د جنسي ځورونو اړوند ادعاوې په کلکه وڅاري.
په دې وروستیو کې په یو شمېر دولتي ادارو، پوهنتونو او په تېره بیا ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ښځو د جنسي ځورونې اړوند تورونه مطرح شوي.
یوه میاشت وړاندې د افغانستان د ولسمشر یوه پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي پر ولسمشرۍ ماڼۍ د فحشا د خپرولو تور پورې کړی و، چې اوس ځینو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي چې ګواکي په پوهنتونونو کې ښځېنه زده کړیالانې د استادانو له لوري د ځينو غوښتنو په بدل کې زورول کیږي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »