| |
 

راتلونکې شنبه د جون په ۲۹مه نېټه به قطر کې د امریکا او طالب استازو اووم پړاو خبرې پیلېږي.

راتلونکې شنبه د جون په ۲۹مه نېټه به قطر کې د امریکا او طالب استازو اووم پړاو خبرې پیلېږي.
له یوې مودې انتظار وروسته بالاخره د افغانستان د سولې په پروسه کې ښکېلو دوو مهمو خواوو د امریکا متحدو ایالتونو او طالب استازو تأیید کړه چې د راتلونکې شنبې په ورځ به د خبرو اووم پړاو خبرې پیل کړي.
وروسته له هغې چې زلمي خلیلزاد د راتلونکې شنبې په ورځ په قطر کې له طالبانو سره د یاد پړاو خبر ورکړ، طالبانو هم تأیید کړه چې له امریکایي پلاوي سره د خبرو دغه پړاو ترسره کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر ټاڼه لیکلي، چې له امریکایي پلاوي سره د خبرو اووم دور به د قطر په پلازمېنه دوحه کې چې د طالبانو سیاسي دفتر هم پکې دی، د جون په ۲۹مه نېټه ترسره کړي.
تر څنګ یې طالبانو هیله مندي څرګنده کړې چې په دغه پړاو خبرو کې به دوه عمده موضواعت (له افغانستانه د بهرنیو وتل او له همدې هېواده امریکا او دنړۍ نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېدل) وروستي کړي.
دا په داسې مهال ده چې دواړو لوریو د افغان سولې په تړاو شپږ پړاوه خبرې کړي، خو کومې غوڅې نتېجې ته سره نه دي رسېدلي دی.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »