| |
 

د سولې د هڅو په دوام بیا یو شمېر افغان سیاسیون نن پاکستان کې د افغان سولې تر نامه لاندې کنفرانس کې برخه اخلي.

د سولې د هڅو په دوام بیا یو شمېر افغان سیاسیون نن پاکستان کې د افغان سولې تر نامه لاندې کنفرانس کې برخه اخلي.
ټاکل شوې دغه ناسته د پنجاب ایالت د مرې په یو ښار کې چې د لاهور د سولې څېړنیز مرکز او د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات په نوښت دایریږي، ترسره شي.
د پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور په بنسټ، دغه کنفرانس ته پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند حنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار، محمد محقق، عطاء محمد نور، عمر داودزي، کریم خلیلي، عبدالرشید دوستم، یونس قانوني، صلاح الدین رباني، لطیف پدرام، احمد ضیاء مسعود، انوار الحق احدي، سید اسحاق ګیلاني په ګډون ۳۰ افغان سیاسیون دعوت شوي، چې ښایي د حامد کرزی په شمول یو شمېر له دوی یې پکې برخه وانخلي.
دا کنفرانس نن ترسره کیږي په داسې مهال چې ولسمشر غني د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمۍ بلنه راتلونکې پنجشنبه دغه هېواد ته سفر کوي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »