| |
 

روسیه وایي، د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې بې کومه پایله نلري.

روسیه وایي، د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې بې کومه پایله نلري.
د روسیې د سنا یو غړي چې کابل کې یې رسنیو ته خبرې کولې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې بې پایلې وبللې.
کندراتیف نیوکه کړې چې د اتلسو کلونو په تېروېدو سره افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور جګړه لا پسې زیاته کړې او سولې ته نه دي رسیدلي.
د روسیې د سنا غړی ویلادې میر کندراتیف، چې افغانستان ته د شوریانو ننوتل هم اشتباه بولي وایي، د بهرنیو ځواکونو افغانستان ته راتلو سره په ځای د دې چې سوله تامین شي جګړه زیاته شوې.
د ده په خبره هغه څرګندونې اوازې بللي چې ګنې روسیه د طالبانو ملاتړ کوي.
کندراتیف په تیرو اتلسو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور د افغانستان په زیان یاد کړی چې جګړه یې زیاته کړې او سولې ته نه دي رسیدلي.
روسیه اوس تر بل هر هېواد د افغان سولې خبرو کې ښکاره لیوالتیا ښيي او د دې لپاره یې دوه ځل افغان سیاسیون او طالبانو په یو میز کینولي.
خو د روسیې دواړه ځل غونډې د افغان حکومت له اعتراض او نیوکو سره مخ وې.
طالبانو هم هر وخت په افغانستان کې د جګړې لوی لامل د بهرنیو ځواکونو شتون یاد کړی. او په خبره یې تر هغې به اوربند ونکړي څ چې بهرني ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستانه ونه وځي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »