| |
 

د ولسي جرګې لپاره ټاکل شوی ۱۵ کسیزه پلاوی به نن له جرګې سره خپله د حل لاره شریکه کړي.

د ولسي جرګې د ریاست په څوکۍ د پیدا شویو جنجالونو د ختمولو لپاره ۱۵ کسیز کمېسیون وټاکل شو!
د ولسي جرګې د ریاست په څوکۍ جنجالونه دوهمې ورځې ته هم وغځېدل، پرون له غرمې وروسته دواړو غاړو او بې طرفه وکیلانو ۱۵ کسیز کمېسیون د جوړېدو پریکړه وکړه، چې د ورځې تر پایه یاد کمېسیون هم دغه ستونزې ته د حل لارې په پیدا کولو ونه توانېده.
وکیلان وایي موقت رییس د ولسي جرګې په چارو کې کمه تجربه او غلطه پریکړه د اوسنیو جنجالونو د زیږدو اصلي لامل دی.
پلاوی به نن خپله پرېکړه له جرګې سره شریکه کړي.
پرون که څه هم د جرګې تالار کې د رسمې کار لپاره رسمې ورځ نه وه، خو ځیني وکیلانو هیڅ نه غوښتل چې رحماني دې د ریاست پر څوکۍ کیني، نو له دې امله د جرګې تالار ته په غیر رسمي ورځ ولاړ وو او د رحماني مخنیوی یې وکړ. نن د جرګې لپاره رسمي ورځ ده او د راپورونو له مخې ټاکل شوې مالومه شي چې شخړه کوم لور ته ځي او پرېکړه څه کیږي، خو د شخړې د لا غځېدو امکان ښودل شوی دی.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »