| |
 

قطر کې د ناستې لپاره د افغان پلاوي ټاکنه


د سولې شورا په قطر کې د زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو نوی پړاو د حکومت او طالبانو د رسمي مذاکراتو د پیل لپاره ډېر مهم بولي.
د دې شورا ویاند رسنیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې، چې دا غونډه به له طالبانو سره د مخامخ خبرو په برخه کې د پرتو خنډونو په لیرې کولو کې ګټوره واقع شي.
بل لور ته قطر کې د افغان سولې په اړه راتلونکې غونډې ته د ګډون کوونکو لېست وروستی شوی دی.
د مصالحې د رهبرۍ شورا یو غړي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په دې پلاوي کې به ۱۵۰ تنه شتون ولري. د دغه غړي په وینا یاد پلاوی به د جمعې په ورځ د قطر مرکز دوحې ته ولاړ شي.
تر اوسه د دغه پلاوي د ټولو غړو د نومونو په اړه بشپړ جزیات نشته.


ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »