| |
 

د افغانستان ملت بیدارۍ ګوند: حکومت دې هغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي چې د ملي ګټو خلاف څرګندونې کوي.

د افغانستان د ملت بیدارۍ ګوند په دې وروستیو کې د د یو شمېر کسانو له لوري د ملي ګټو پر خلاف څرګندونې وغندلي چې د نهضت اسلامي ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني اسلام اباد کې ویلي و، چې هندوستان د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي او بل لورته د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق موده وړاندې ایران کې د سوريې جګړه کې د افغانانو قرباني ستایلې وې.
یاد ګوند د ملي ګټو خلاف خبرې غندي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دې خبرو کوونکي دې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
د دې ګوند مشر مقصود حسن زاده په وېنا هېواد د مور او پلار حیثیت لري او باید چاته اجازه ورنه کړو چې د خپلو شخصي ګټو لپاره ملي ګټې قرباني کړي.
د افغانستان د ملت د بیدارۍ ګوند مسولین په داسې حال کې د نهضت اسلامي ګوند د مشر سیداسحاق ګیلاني د ملي ګټو خلاف خبرې غندي چې د ګیلاني د خبرو وروسته لوي څارنوالۍ د نوموړي پر دوسیه کار پیل کړی و او اوس مهال يې دوسیه په څارنوالۍ کې پرته ده.
راپور: نذیر شینواری

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »