| |
 

غزنې کې د واورو پاکولو د ۱۱ پروژو تړونونه لاسلیک شو.

د ژمې موسم کې د مواصلاتي لارو بندېدل یو له هغو ستونزو څخه دی، چې هر کال د غزنې اوسېدونکي ور سره مخامخ وي. تېرو کلونو کې د واورې ورېدو له امله د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو او کلیو لارې د څه مودې لپاره له مرکز سره پرې شوې وي. خو د ملي یووالي حکومت پریکړه کړې، چې دغه ستونزې پای کړي.
د غزني ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د واورو پاکولو د ۱۱ پروژو تړونونه چې ۸۰ کیلومتره سړک کېږي لاسلیک کړ. دغه قراردادونه په غزني ولایت کې یوشمېر کوتلونه او په ولسوالیو کې هغه سیمې تر پوښښ لاندې نیسي چې خلکوته د واورو به وخت کې ترانسپورتي ستونزې پیداکوي.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د نورو دندو ترڅنګ د پېښو پر وړاندې د مبارزې او د کډوالو د چارو یو شمېر کارونه هم په ځینو حالاتو کې تر سره کوي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »