| |
 

له ځانه ورک يم

ليکوال: نعمت رضا
زه له ځانه نه يم ورک د اورکزو سيمې ځوان شاعر خالد اورکزي د شاعرۍ ټولګه کتاب نوم له ځانه ورک دی. خالد اورکزي د ډېر لوړو احساساتو ته يې خپله کتنه د شعر په ژبه کړې ده. نوموړی په خپله شعري ټولګه اثر د پښتنو اوسنی حال يې په ډېر ژور فکر سره څېړلی. خالد اورکزی دامهال د دولسم ټولګې زده کړیال دی، ماشومتوب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله په یو پښه ټپي او معلول شوې دی.
خالد وايي: خپل پښتون وطن، خپل پښتون ولس چې اوسمهال له اوږد بې پایه ناورین سره مخ دي، د لوی وطن درد، اوښکي او ویر ته د شعر وییونه پیرم. رښتیا هم دا دراک ځوان د وطن ولس حالاتو د خپل له ځان څخه څخه ورک کړی دی د شاعرۍ په دغه ټولګه کې هر يو شعر ته يې که چېرته سړی په ژور فکر سره وګوري نو د ده په د شعرونو کې سړی واقعا چې پخله سړی هم له ځانه ورکېږي. د نوموړي په شاعرۍ کې هغه پېغام پټ دی چې زما په اند هر يو تن يې ورڅخه نه شي اخیستلی، خو هغوي چې په وطن دردمن دي، د خالد خان اورکزي د فکر او پيغام معراج ته ور رسېدای شي زه د ده کتاب په اړه د ځينو ليکوالانو په څېر د کتاب کاغذ او د چاپ خپروندويه ټولنې په اړه نشم کلی چې دغه کتاب ډير ښه کاغذ او رنګ لري بيا او پلانۍ چاپ کوونکي ادارې چاپ کړی او دومره بيه لري....؟ ځکه چې زه پخپله د شاعرانو هغه سپيڅلي فکر ملګری يم چې دوی يې د پښتون وطن او د پښتنو روښانه سباوون او د پښتو ژبې د پياوړتيا لپاره لري. خو بيا هم يوازې د اورکزو ادابي ټولنې په هکله به حتما لږ څه ووايم چې دغه کتاب د چاپ کېدو کې دې دغه ټولنې غړو پکې لوی زيار ايستی او بيا يې د ټولنې له اړه ورته چمتو شوي د مخ کتنې دستوره هم د ستايلو ده چې په کې ګڼشمېر کې شاعران او د پښتو ادب مینو په کې ګډون کړي وو، د اثر تړون خالد اورکزي د خپلې مورجانې په نوم سره کړی او ډالۍ د پښتو لوی شاعرانو ارواښاد سعيد ګوهر او ارواښاد شمس القمر اندېش روحونو ته ځانګړي کړې ده زه د اورکزو سيمې د ځوان فکر شاعر ته په دوه لاسي سلام کوم او وياړم چې زما په پښتون قام کې دغه شان باهمته ځوانان شته چې د ولس درد د شاعرۍ په ژبه څرګندوي چې دغه يې د وطن او پښتون ولس سره د لوړې کچې مينې لرنې لوی ثبوت دی.


ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »