| |
 

د افغانستان ملي تحريک د هېواد د بېلابېلو قومي مشرانو، ځوانانو، فرهنګي او مدني ټولنو استازو او مخورو شخصيتونو په ګډون د افغانستان ملي نجات ورځ ونمانځله:


غونډه د قران کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه، بيا ملي سرود وغږول شو، ورپسې د ملي تحريک مشر؛ پوهاند محمد اسمعيل يون، د ولسي جرګې غړي عبيدالله بارکزي، استاد خپلواک لکڼخېل، حاجي احمدخان مسلم، د پوهنتون استاد ډاکتر فيض محمد ځلاند او د ولسي جرګې غړې نيسمې نيازۍ، د نجات د ورځې پر ارزښت، ماهيت او اهميت رڼا واچوله او لومړۍ سقاوي يې په ښه ډول تشريح کړه، ورپسې د قاري صيب معرفت له خوا د غونډې د برخوالو پرېکړه ليک ولوستل شو او بيا په پای کې د مطيع الله تراب له خوا خواږه شعرونه واورول شول. د غونډې پرېکړه ليک په دې ډول دی:

بسم الله الرحمن الرحيم
د افغانستان ملي نجات ورځې د نمانځغونډې د برخوالو
پرېکړه ليک
د ۱۳۹۶ل کال د تلې (۲۱)مه نېټه
کابل- افغانستان

د افغانستان ملي تحريک په بلنه (د افغانستان ملي نجات ورځ) د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه. په دې غونډه کې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه په سلګونو قومي مشرانو، سياسي شخصيتونو، د ځوانانو او مدني ټولنو استازو ګډون کړی و. د غونډې ويناوالو او برخوالو د ملي نجات د ورځې پر ارزښت، ماهيت او ضرورت رڼا واچوله او دا يې د هېواد د نجات يوه وياړمنه ورځ وبلله. د غونډې برخوالو د غونډې په پای کې دغه لاندې پرېکړه ليک، چې په مستقيمه توګه ددې غونډې د برخوالو او وسالطاً د اکثريت هېوادوالو د مجموعي نظر څرګندونه کوي، صادر کړ:
۱- د ميزان (۲۳)مه (د ملي نجات ورځ) د افغانستان د معاصر تاريخ يوه ځلانده ورځ ده، پر همدې ورځ د ظلم، تورتم او وحشت پرځای د نظم، پوهې او قانونيت رڼا بله شوه، له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د نورو ملي ورځو په شان دا ورځ هم کال پر کال په دولتي او ملي کچه په شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
۲- د افغانستان په رسمي جنترۍ کې دې دا ورځ په رسمي توګه وليکل شي او د عمومي رخصتۍ په توګه دې ومنل شي.
۳- د نجات ورځې اتلان دې د ملي اتلانو په توګه ثبت او د هغوی په نامه دې مډالونه، ستاينليکونه او افتخاري نښانونه جوړ شي.
۴- د ملي نجات پر ورځ دې د ملي پوځ ټولو هغو افسرانو ته، چې د هېواد په ساتنه کې يې خپله مېړانه ښودلې او يا هم نورو هغو افغانانو ته چې د علم، عدالت، نظم او پرمختګ په لاره کې يې غوره کارونه کړي. د نجات د ورځې اتلانو او يا د نورو ملي اتلانو، مډالونه، نښانونه او ستاينليکونه ورکړل شي.
۵- له حکومت څخه غواړو چې په تحصيلي او تعليمي نصاب کې د هېواد د ملي نجات ورځې ته ځانګړی ځای ورکړي او تر هغه دمخه توره (۹) مياشتنۍ دوره، لکه څنګه چې وه، په همغه بڼه څرګنده کړي. په دې برخه کې بايد هڅه وشي چې هېڅوک د تاريخ د تحريفولو مجال پيدا نه کړي.
۶- د غونډې برخوال دغه راز پر يو شمېر سياسي ملايانو او د اوسنۍ شمالټلوالې په جيره خورو څېرو غږ کوي چې تر دې زيات نور له منافقت څخه کار مه اخلئ؛ د اسلام مخالف، د غلو او داړه مارانو مشر، د اسلام د خدمتګار په توګه مه معرفي کوئ او که نه د خدای له قهر سره به مخ شئ!
۷- د غونډې برخوال د يوه تاريخي يادګار په توګه د نجات څلي د بيا جوړونې له ټولو برخوالو څخه مننه کوي چې په سختو او اغزنو شرايطو کې يې خپل تاريخي رسالت ترسره کړ او دا څلی يې يو ځل بيا له سره جوړ او هسک کړ.
۸- له حکومت څخه په ټينګه غوښتنه کوو چې د نجات څلي فزيکي امنيت خوندي او د هغه ساتنې او پالنې ته ټينګه پاملرنه وکړي.
۹- په پای کې د هېواد له ټولو مدني او فرهنګي ټولنو، قومي شوراګانو او ملي حرکتونو څخه غوښتنه کوو چې د زمري د (۲۸)مې نېټې په شان دې هر کال د تلې (۲۳)مه نېټه هم، په شاندارو مراسمو ونمانځي او د هېواد نوی نسل دې د خپل معاصر تاريخ له دې تاريخي ورځې او ملي حماسې څخه باخبره وساتي.
په هېواد کې د ملي هويت او ملي تاريخ د ځلېدو په هيله
په درنښت
د ملي نجات ورځې د نمانځغونډې برخوال

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »