| |
 

پخوانی ولسمشر حامد کرزی: له روان وضعیت څخه د وتلو لپاره دې لویه جراګه راوبلل شي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی غوښتنه کوي، چې د ملي يووالي حکومت دې د روان وضعيت اړوند بحث لپاره دویزه لويه جرګه راوغواړي.
حامد کرزي چې نن یوې خبرې غونډې ته خبرې کولي وویل چې د امریکا نوې ستراتیژي په افغانستان کې د لویو قدرتونو د مخامخ کېدو لامل کېږي او ټینګار کوي، چې د امريکا سياستونه افغانستان د سيمې هېوادونو د سياليو پر ډګر بدلوي.
حامد کرزي وویل چې د لویې جرګې د رابللو لپاره یې له حکومت او وسلوالو مخالفینو سره خبرې کړي او هغوی ته یې په جرګه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
پخوانی ولسمشر حامد کرزي د امريکا نوې تګلارې په اړه یوځل بیا مخالفت څرګند کړ او وویل چې دغه تګلاره د سولې پيغام نه بلکې د جګړې د دوام پيغام لري.
کرزي د وسلوالو طالبانو ډله ترهګره هغه ونه بلله بلکې د هغوی فعالیتونه یې تروریستي یاد کړل، په خبره یې افغانستان کې شل ترهګري ډلې نه شته خو القاعده او داعش یې د ترهګريزې شبکې وګڼلې.
راپور: نسیم حلیم

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »