| |
 

ملي دفاع وزارت: د څلورکلن امنیتي پلان له مخې به تر راتلونکی ۲۰۲۴ ز کال پورې به افغان هوايي ځواک بشپړ شي.


ملي دفاع وزارت چارواکي وايي د افغان هوايي پوځ بیا پښو درولو باندې یې کار پیل کړي، او د امریکا متحده ایالات په دې برخه کې له افغانستان سره بشپړه مرسته کوي.
له افغان دولت سره د امریکا پوځي مرستو یوه عمده برخه له افغان هوايي ځواک سره د امریکا مرسته ده، د یاد وزارت چارواکي په بروکسل د تایید شوې څلورکلن امنیتي پلان لړ کې د هوايي ځواک د ځېنو ټولګیو بیا تشکېل څخه خبر ورکوي.
د یاد وزارت ویاند دولت وزیری په خبره د څلورکلن امنیتي پلان له مخې د هوايي ځواک صنفونه رامنځته او تر ۲۰۲۴ زیږدیز کال پورې به افغان هوايي ځواک په پښو ودرېږي.
ملي دفاع وزارت د امریکا له لوري افغان هوايي ځواک ته د یو ګروپ بلک چورلکو ورکولو څخه خبر ورکوي، چې د جګړې ډګر کې به د افغان ځواکونو لا برلاسې لامل شي.


راپور: هارون ناسر


ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »