| |
 

لاریونوال: د فوټبال فدراسیون ټاکنې دې زر تر زره په شفاف ډول تر سره شي.

په کابل کې له بېلابېلو ولایتونو څخه سلګونو د فوټبال لوبغاړو او د فدراسیونو مشرانو د یو لاریون پر مهال د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د ټاکنو ترسره کېدو غوښتنه وکړ او وايي، چې په فدراسیون کې د فساد شتون د افغانستان د فوټبال د پرمختګ مخه نیولې ده.
لاریون کوونکي له نړیوال فدراسیون فیفا څخه غوښتنه کوي چې د فوټبال فدراسیون ټاکنې زر تر زره په شفاف ډول تر سره کړي او پکې شته فساد له منځه یوسي.
لاریونوال د یاد فدراسیون اداره تورنه کړه چې د ولایتونو د فوټبال فدراسیونونو ته خپل حق نه ورکوي.
خو د فوټبال فدراسیون بیا په دې اداره کې د فساد شتون تورونه ردوي او وايي، په فدراسیون کې د لاسوهنې له امله فیفا د فدراسیون ټاکنې ځنډولي دي، او زیاتوي، چې د ټاکنو لپاره د فیفا پرېکړې ته په تمه دي.
په کابل کې د ولایتونو د فوټبال فدراسیونونو مشرانو دا لومړی ځل نه دی، چې د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون د ټاکنو ترسره کېدو او په فدراسیون کې د شته فساد پر ضد لاریو کوي، بلکې له دې وړاندې هم لاریونونه تر سره شوي دي.
راپور: نذیر شینواری

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »