| |
 

ډاکټر عبدالله عبدالله: د ادارې فساد ښکار هېواد کې اطلاعاتو ته لاسرسې اړینه چاره ده.


راپور: هارون ناسر
اطلاعاتو ته د لاسرسې ملي ستراتیژې غونډه په کابل کې د ملي یووالي حکومت اجراییه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، کابینې غړیو، مرستندويه نړیوالو ادارو او مدني بنسټونو استازو په ګډون ترسره شوه.
اجراییه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله خلک اطلاعاتو ته لاسرسې د خلکو بنسټېزه اړتیا بللو ترڅنګ د دولتي ادارو له لوري د اطلاعاتو نه محدودولو باندې یې ټينګار وکړ.
اطلاعاتو ته د لاسرسې د څارنې کمېسون مشر محمد اکرام افضلي که له یوې خوا اطلاعاتو ته لاسرسې د لویو د اهدافو لاسته برخه کې مهم ګڼي، اطلاعاتو ته د لاسرسې قانون کړی طرحې تعدیل غوښتنه کوي.
د کلیو پراختیأ وزیر نصیراحمد درانی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ادارې مرستیاله اطلاعاتو ته لاسرسې د خلکو بنسټیز حق بولي او ددې بهیر د لا ګړندیتوب خبره کوي.
په افغانستان کې د نړیوالې ولسواکۍ موسسې مشر جمیز وایستروم هم اطلاعاتو ته د لاسرسې ملي ستراتیژي د ولسواکۍ، پرمختیا او نورو برخو کې مهم یادوي.
اطلاعاتو ته د لاسرسې قانون چې په ۶ فصلونو او ۳۲ مادو کې تصویب شوی دی، په ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشر له لوري توشیح شوی او مرعی الاجرا دی، خو په ټوله کې لاهم د دولتي ارګانونو په ځانګړې توګه امنیتي ادارې له لوري پروخت د اطلاعاتو نه ورکولو برخه کې نیوکې شته دی.




ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »