| |
 

پاکستان د پښتنو او بلوڅو قومونو ګډ دښمن دی.


راپور: نذیر شینواری
په کابل کې د بلوچو قومونو شورا د یوې پراخې راټولېدنې پرمهال بلوچستان د خپلواکۍ اویایمه کلیزه ونمانځله.
د بلوچو شورا مشر شېراقا غونډې ته په وېنا کې وویل د پاکستان پوځ له لوري په ورځني ډول ترسره کېدونکو چاودنو او بمباریو پرمهال سلګونه بلوچان او پښتانه وژل کېږي، خو افغان دولت او نړیواله ټولنه د پاکستان جنایتونو پر وړاندې چوپتیا اختیار کړي.
ددې شورا بل غړی عبدالله هېواد په خپلو خبرو کې د پاکستان له لوري د ډیورنډ فرضې کرښې دواړو لوریو ته د اختلافاتو را ولاړولو ته په اشارې سره غوښتنه وکړه، چې د کرښې دواړو خواته مېشت پښتانه او بلوچان باید لاسونه یو کړي، ترڅو د کرښې دواړو لورو ته رامنځته شوې ناامني، او بدبختۍ پای شي.
د یادې شورا غړي وايي حفیظ حسن باتي پاکستان نه یوازې د پښتنو دښمن دی، بلکې د بلوڅ دښمن هم دی او تر څو يې چې پر وړاندې سره یو نه شي دا دښمن له منځ نشي وړلای.
بلوڅان دا هم وايي، چې د پاکستان استخباراتي شبکې ای اس ای د کرښې دواړو غاړو ولسونو تر منځ د اختلافاتو رامنځته کولو اړوند زرګونه توطیې جوړې کړي دي.
په همدې حال کې د بلوڅو شورا وايي، که افغانستان او نړیواله ټولنه د ترهګرو پر وړاندې هر څومره مبارزه وکړي پایله به ځکه ونه لري، چې پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه لسګونه شتون ولري.


ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »