| |
 

د حکومت چوپتیا ثابتوي چې له پاکستان سره د ډیورنډ پر کرښه د اغزن سیم په غځولو کې شریک دی.

راپور: نذیر شینواری
وروسته له هغې چې پاکستاني پوځیانو په ډورنډ فرضي کرښه کې پر دې پلمه چې له دې لارې پاکستان ته ترهګر اوړي او د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي د مخنیوي لپاره د کرښې پر صفري نقطه اغزن سیم غځول پیل کړي او لا هم دا لړۍ روانه ده.
د پاکستاني پوځیانو دې کار په افغانستان کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. اوس د مشرانو جرګې غړي پوښتنه کوي، چې ولي حکومت د ډیورنډ کرښې پر سر د اغزن سیم غځولو په اړه حکومت چوپه خوله دی.
د جرګې مشر فضل هادي مسلمیار هم پر ډورنډ کرښه د اغزن تار یا خندقونه جوړولو په تړاو مخالفت اوښود او وویل، چې دوی به د نړیوالو معیارونو سره سم خپل غږ پورته کړي.
دغه راز مسلمیار له افغان ځواکونو وغوښتل چې د خپلو سرحدونو ساته وکړي، نوموړی وايي، پاکستان هېواد تل داسې کارونه کړي، چې د افغانانو ذهنونه خراب کړي.
په داسې حال کې د ډیورنډ پر کرښه د اغزن سیم غځول کېږي، چې وړاندې تر دې پاکستان هېواد ویلي وو، چې له دې لارې له افغانستانه پاکستان هېواد ته ترهګر اوړي او هلته د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي. خو افغان حکومت بیا دا ډول څرګندونې بې بنسټه بللي دي او ویلي دي، چې د ترهګرو مرکزونه په افغانستان کې نه، بلکې په پاکستان موجود دي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »