| |
 

د هند او افغانستان د سوداګریزو توکو د ځانګړو پروازونو لړۍ پیلېږي.

ټاکل شوې چې سبا یکشنبه د هند او افغانستان د سوداګریزو توکو د چټکې تبادلې لپاره، د ځانګړو پروازونو لړۍ پیل شي.
په کابل کې د هند سفیر من پریت وهوورا، رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځانګړي هوايي دهلېز د جوړولو هدف د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.
د نوموړي په وینا، د دواړو هېوادونو د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد لپاره له اریانا هوايي شرکت سره تړون شوی دی.
د هند د خارجه چارو وزارت ویاند ګوپال بګلاو هم خبریالانو ته ویلي چې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د ځانګړي هوايي دهلېز د جوړېدو نظرد ځمکني ترانیزیټ پر وړاندې د پرتو ستونزو له امله رامنځته شو.
د کابل او نوي ډیلي د تجارتي موادو د تبادلې ځانګړی هوايي دهلېز د پاکستان په هوايي حریم کې تېرېږي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »