| |
 

امریکا: په افغانستان کې د داعش تبلیغاتي مسوول ووژل شو.

امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د داعش- خراسان د رسنیو د لوړپوړي مشر جواد خان وژل کیدل تائید کړي دي.
جواد خان د ننگرهار په اچین ولسوالۍ کې د جون په درېیمه د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې وژل شوی دی.
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وایي د جواد خان وژنه به د داعش- خراسان شبکه گډه وډه کړي، د هغوی جلب او جذب به راکم شي او هغوی به د نړیوالو عملیاتو له کولو څخه شا ته کړي.
جنرال نیکلسن وایي داعش -خراسان په افغانستان کې امن ځای نه لري د خپلو افغانو شریکانو سره به یوځای پر داعش-خراسان باندې تهاجمي بریدونو ته دوام ورکړو او ورته به ماتې ورکړو.
جواد خان د اسلامي دولت د ډلې د خراسان په څانگه کې د رسنیو د لوړپوړي چارواکي په حیث کار کاوه او د هغه په مړینې سره به دا ډله د یو تجربه کاره تبلیغاتي او پروپاگندچي څخه محرومه شي.
امریکایي ځواکونه وایي دغه برید د داعش-خراسان د رسنیو عمده مرکز له منځه وړی او په دې سره به ددې ډلې اړیکې په سوریه کې د داعش د عمده مرکز سره وشلیږي.
په تیرو لسو میاشتو کې افغان او امریکایي ځواکونو د ترهگرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې د حافظ سعید او د هغه ځایناستي عبدالحسیب په گډون د داعش- خراسان زیات شمیر مشران او قومندانان وژلي دي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »