| |
 

د ملګرو ملتون سرمنشي انتونیو ګوترېس : د افغانستان اندېښنې به له امنیت شورا سره شریکې کړم.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېس په کابل کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره تر لیدنې وروسته وویل چې د دوی اندیښنې به د امنیت شورا غړیو ته ورسوي.
نوموړی وايي: د دې سفر د پایلو په اړه به امنیت شورا ته راپور ورکړم، همدا راز به هغه اندېښنې چې د افغانستان ولسمشر او اجرائیه رئیس راسره شریکې کړې دي، هغه به له امنیت شورا سره شریکې کړم.
ښاغلي ګوترېس زیاته کړه چې دی هیلمن دی چې راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې هغه اصلاحات تصویب شي چې له ترورېزم سره په مبارزې کې اړتیا ورته شته.بل لورته د ملګرو ملتونو سرمنشي له ولسمشر اشرف غني سره د لیدنې پر مهال د دولت مخالف وسلوالو سره د سولې پر هڅو ټینګار وکړ.
تر دې لیدنې وروسته ګوترس په کابل کې خبري غونډې ته وویل زه په دې باور یم چې دغه اوسنۍ جګړه پوځي حل لاره نه ‎لري، نو ښکاره ده چې موږ د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوو چې د افغان حکومت په مشرۍ وي."
د ملګرو ملتونو سرمنشي له اجرائیه رئیس سره هم خبرې وکړې، د دې لیدنې کتنې پر مهال عبدالله عبدالله وویل چې په سیمه کې د افغانستان ستر جنجال له پاکستان سره دی او په وروستیو ورځو کې داسې هیله پیدا شوې ده چې د دواړو هېوادو اړیکې ښه شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ژمنه وکړه چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ به د اړیکو د ښه کېدو لپاره ملګري ملتونه خپلې هڅې ونه سپموي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »