| |
 

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ سازمان: په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر مخ په زیاتوالي دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ سازمان وايي په دغه هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر مخ په لوړېدو دی. د دغه سازمان د مسؤلینو په وینا افغان حکومت تر دې دمه د کارګرو ماشومانو د ملاتړ موافقه لیک نه دی عملی کړی.
خو افغان حکومت وايي دوی هڅه کړې چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر راکم کړي او پایلې هم څرګندې دي.
د افغان ماشومانو د ملاتړ سازمان مسؤلین وايي شپیته سلنه کورنۍ دا مهال د خپلو ماشومانو پر کار او عایداتو تکیه کوي.
خو حکومتي چارواکي وايي څوکاله وړاندې د کارګرو ماشومانو شمېر ملیونونو ته رسېده چې د دوی د هڅو په پایله کې یې شمېر اوس تر دوه ملیونو راټیټ شوی دی، حکومت د دغه شمېر د کمولو لپاره ځانګړي پلانونه لري.



ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »