| |
 

افغان حکومت: ملګري ملتونه به د حکومت لومړیتوبونو ته په پام سره په افغانستان کې خپل ماموریت مخته یوسي.

کابل ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال یان کوبېش د سفر په درشل کې افغان حکومت وايي، خپل لومړیتوبه‎ یې له ښاغلي کوبېش سره شریک کړي دي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب ازاد د رسنیو سره په خبرو کې ویلي د ملګرو ملتونو د منشي مرستیال یان کوبېش له ولسمشر غني سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې د حکومت لومړیتونو ته په پام سره به خپل ماموریت په افغانستان کې مخته یوسي.
په کابل کې یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې کابل ته د ښاغلي یان کوبېش سفر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غوښتنه تر سره شوی او هدف یې په افغانستان کې د یوناما د کارونو د ستراتیژیکې ارزونې بشپړول دي.
د اعلامې د معلوماتو له مخې، ښاغلی یان کوبېش میاشت وړاندې هم په همدې هدف کابل ته راغلی و او تمه ده چې د ارزونو نتیجه د راتلونکې مېلادي میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.
که څه هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما له ډېرې مودې راهیسې فعالیت کوي، خو د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته د دغه سازمان فعالیت پراخ او چارې یې ګړندۍ شوې.
په افغانستان کې د نړیوالو مرستو همغږي او په افغان سوله کې د رول لوبول دوه هغه لوی مسؤلیتونه دي چې د افغان کارپوهانو په خبره یوناما باید تر سره کړي وای.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړې مېرمن ارین یون وايي، که څه هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مهم نقش څخه سترګې نه‎ شي پټېدای، خو د شخړو په هواري کې یې هېڅ رول نه دی لوبولی.



ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »