| |
 

ملګري ملتونه : د سږکال د پیل راهیسې۱۲۵زره افغانان په کوردننه بېځایه شوي.

ملګري ملتونه وايي، د روان ۲۰۱۷ زیږدیز کال د پيل راهیسې ۱۲۵ زره افغانان هېواد دننه بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر ویلي، یوازې د وروستیو دوو اوونیو د جګړو په نتیجه کې ۲۲ زره افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د دغه دفتر په وېنا د بېځایه شویو په سلو کې ۲۷ د افغانستان په سویلي، په سلو کې ۹ په لوېدیځو او په سلو کې ۱۲ په ختیځو او مرکزي ولایتونو کې بې کوره شوي دي.
د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم د تېرکال د ورته مودې په پرتله سږکال د بې ځایه شویو افغانانو شمېر په سلو کې ۲۸ لږ دی.
تر دې وړاندې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي وو ډېری بېځایه شوي په ننګرهار، بغلان او کندوز ولایتونو پورې تړاو لري.


ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »