| |
 

ملي شورا: پاکستان به هېڅکله هم د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس وانخلي.

راپور: نسیم حلیم
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په داسي حال کې د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره ګوري چې په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي خورا ترېنګې او سړې شوې دي.
ولسمشر غني تېره ورځ د شانګهای کنفرانس په څنډه کې له نواز شریف سره د ترهګرۍ سره په مبارزې خبرې کړې دي.
خو اوس د ملي شورا غړي لطف الله بابا وایې؛ پاکستان هیڅکله هم د ترهګرۍ له ملاتړ څځه لاس وانخلي، د ولسي جرګې غړی نواب منګل په خبره پاکستان د ترهګریزو ډلو په وسیله په سیمه او افغانستان کې خپلو موخو ته ځان رسول غواړي او د دې لپاره ترهګري ډلي تر هر بل څه ښه وسیله بولي.
همداراز ولسمشر غني له نواز شریف سره هوکړه کړې چې يو ځل بیا د افغانستان او پاکستان د څلور اړخیزو غونډو لړۍ بیا پیل کړې.
خو د ملي شورا غړې حبیبه سادات وایې تېرو غونډو ته په کتو وایې؛ چې پاکستان تر اوسه د تېرو ناستو ژمني نه دې عملې کړې چې دا ناستې به هم کومه پایله ونه لري.
د ملي شورا غړي زیاتوي پا کستان د یو باثباته افغانستان سره ځان په انزوا کې ویني نو هېڅکله به دا هیواد په افغانستان په افغانستان کې پایداره سوله نه شي زغملای او نه به هېڅکله هم دافغان سولي له بهیر سره ريښتنې همکاري وکړي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »