| |
 

افغان کرکټ ملي لوبډلې د ۶۳ منډو په توپیر وېست انډیز لوبډله له ماتې سره مخ کړه.

افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزی پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ‌ انډیز ته د ۲۱۳ منډو هدف ورکړ خو ویسټ انډیز دا هدف پوره نشو کړی او ټول لوبغاړي یې په ۱۴۹ منډو له لاسه ورکړل.
افغان کرکټ ملي لوبډلې له دې بریا سره په لومړی ځل په پنځوس اوریزو سیالیو کې وېست انډیز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
افغان ورو توپ وېشتونکی راشد خان ارمان د ۱۸ منډو ورکولو سره د سیالي لوبډلې اوه لوبغاړی وسوځول، چې پنځه هغه یو په بل پسې له مخې لرې کړه، دولت ځدراڼ دوه او ګلبدین نایب یوه ویکټه ترلاسه کړه.
افغان توپ وهونکی جاوید احمدي ۸۱ منډې، ګلبدین نایب ۴۱ منډې جوړې کړي وي، او محمد نبي ۲۷، سمیع الله شینواری ۲۲، رحمت شاه ۱۷، افسر ځاځی ۱۳، نور علي پنځه او کپټان اصغر ستانکزي ۲ منډې وکړې.
راشد خان ارمان د لوبې غوره لوبغاړی په توګه وټاکل شو.
د افغانستان او ویسټ انډیز دویمه یوه ورځنۍ لوبه د ویسټ‌ انډیز په وخت د یکشنبې ( جون۱۱) ماسپښین په دوو بجو ده.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »