| |
 

نشې او ملېشې

لیکوال: عصمت قانع
موږ پخوا په هېواد کې د ملېشو اصطلاح نه درلوده. د هېواد محافظ د افغانستان پوځ وو او داخلي امنیت د پولیسو کار وو.
شخصي لښکرونه، ملېشې او وسله والې ډلې د جهاد په وخت کې هغه وخت رامنځته شوې چې افغانستان د قانونیت له مداره ووت.
همدغه ملېشې په هېواد کې د نیابتي جګړې ډلې ټپلې دي چې د افغانستان د عزت او شرف پرضد د پردو په قومانده په کرایي توګه جنګېږي.
همدغه ملېشې د چرسو، تاریاکو، پوډرو، وسلو او نېشو په کاروبار روږدې شوې او لا هم له قانون، ملي نظم او هېوادنیو تشکیلاتو سره جګړه د ملېشو کاروبار دی.
همدا جنګسالاران دي چې د ملېشو په وسیله د ملي تشکیلاتو خدمات خنثی کوي، همدا جنګسالاران دي چې د ملېشو په زور د نېشو خرمستۍ ته دوام ورکوي، همدا ملېشې دي چې له قانون څخه یې د تشناب کاغذ جوړ کړی دی.
همدا ملېشې دي چې د تروریزم توجیې ته لاره پرانېزي او په کرایي توګه د بغاوت او ترورېزم پالنه او روزنه کوي. همدا ملېشې دي چې ملېشه سازان یې د میلیونونو ډالرو لوبه د خپل پلار او نیکه حق بولي.
څه موده وړاندې په ولسي جرګه کې د ننګرهار وکیل وویل، زه د میاشتې په لکونو ډالرو لګښتونه لرم، خو ننګرهار هغه ولایت دی چې په لکونو ډالر د میاشتې عواید لري. همدغه عواید باید د جرمي اقتصاد د تمویل لپاره استعمال شي؟ نه د خلکو د رفاه لپاره! دا ډالر د هغو دي چې ملېشې لري.
د مالیې پخواني وزیر مخامخ پارلمان ته وویل، چې په زرګونو موټره اوړه او نور ارتزاقي مواد د یوه وکیل لخوا له ګمرکي محصول څخه پرته د هېواد مارکېټونو ته راتلل، خو کله چې د ګمرکي محصول غوښتنه وشوه، د مالیې پر وزیر یې رنګارنګ تهمتونه وتپل او اوس هم د نظم او نظام هره قومانده د ملېشو پرضد په دسیسه او توطیه باندې تعبیرېږي.
هېواد، نظم، قانون د هېواد اداره، د ادارې تشکیلات او تاسیسات، ملي اډانه، ملي قالب، حکومتي واک، مملکتي ځواک هغه وخت د پروپاګنډونو په بړبوکیو کې را ایسارېږي چې د ملېشو او تماشو د خاوندانو پر خپلسرو ګټو د خلکو او پرګنو د ګټو له مورچل څخه برید وشي.
له بده مرغه د افغانستان د پارلمان اوسنۍ اډانه هم له جنګسالارانو جوړه ده، جنګ سالاران او ملېشه یي کرایي قاتلان د ډیموکراسۍ په نوم توانېږي چې د رایو بانکونه د دولتي جایدادونو په څېر قبضه کړي او بیا د هېواد ستر مقننه ارګان د پاټک په څېر د خپلو ناروا ګټو لپاره په یوه مردار خواره مورچل بدل کړي.
د ولسي جرګې رییس د محلي پولیسو تشکیلات د خپلو ملېشو لپاره د خدماتو په توګه استعمالوي، خپل شپون ته هم ټانګ او ماشیندار ورکوي.
وکیلان یې هر یو د خپل ناروا کاروبار لپاره د پولیسو او محلي ساتونکو تشکیلات په هماغه بڼه غواړي لکه د پارلمان رییس چې یې استعمالوي.
د پولیسو او ولسوالیو ولایتي قوماندانان د پارلمان د وکیلانو د شخصي نوکرانو په څېر استعمالېږي. د لویو لارو په اوږدو کې قاچاقي بانډونه د همدغو وکیلانو د نفوذ او واسطې په زور فعالیت کوي.
په سرحدونو کې سرحدي پولیس د همدغو بانډونو په وسیله له خپلو وطنی وظایفو څخه د انحراف خواته کشول کېږي.
د اداري فساد غویمنډ د همدغو ملېشه سالارانو لخوا څخه ګرم ساتل کېږي، خو چې کله هم د اصلاحاتو او ریفورم لپاره ملي او دولتي تشکیلات د تحرک او خوځښت خواته روانېږي د ملېشو خاوندان د وږو لېوانو په څېر انګولي، د هېواد ګټې او مفادات ورته په خطر کې معلومېږي، د هېواد تاسیسات ورته د خیانت او جفا په سمبولونو بدلېږي که څه هم ماته له حکومت څخه دفاع په هېڅ ډول د توجیې وړ نه ده، خو پر ملي تشکیلاتو، ملي ادارو، ملي تاسیساتو او هغو بنسټونو باندې چې ملکیت یې د افغانستان په مملکت پورې اړه لري. غیر مسولانه تورنه لګول پر افغانستان برید ښکاري. دغه تورونه مستقیماً افغانستان او د افغانستان ګټې له ګواښ او خطر سره مخامخ کوي.
پداسې حال کې چې پاکستان په یوه لوی نظامي او استخباراتي مانور لاس پورې کړی دی او نړیواله ټولنه د خپل هېواد هغو ظرفیتونو ته متوجه کوي چې په دغه سیمه کې د یوه سیمه ییز او نړیوال ضرورت په توګه اهمیت پیدا کوي.
زموږ لپاره لازمي ده چې ملي ادارې په داسې ډول تقویه او غښتلې کړو، تر څو ملي مفادات او افغاني اهمیت د نړیوالې ټولنې په یوه مهمه اړتیا باندې بدل کړي.
د قانون واکمني باید عامه شي، ملي ادارې باید ملي نوامیسو حیثیت ترلاسه کړي، ملي تاسیسات باید د ملي مفاداتو د حفاظت، تقدس او سپېڅلتوب وګڼل شي، د ولسي جرګې د لومړي نایب وروستۍ څرګندونې پرته له دې چې د ملېشو جوړولو لپاره د جنګسالارانو او محلي زورمندانو د عقدو پاړسوب وګڼو بل هېڅ ډول تفسیر او توجیه نه شو ترې ترلاسه کولای.
لازمه نه ده چې زموږ ملي محرمات د سرچوک د نندارو وسیله وګرځي، لازمه نه ده چې زموږ مقننه قوه له قانون جوړولو پرته په مهمو استخباراتي محرماتو باندې عقده بازاري او رسوا څرګندونې وکړي.
هر څه یو حد لري، هر څه په یوه خاص چوکاټ کې د زغم وړ دي، هر څه د شخصي غوښتنو او انفرادي سلیقو د قربانۍ وسیله نه شي ګرځېدلای.
افغانستان تر هر څه مهم دی او د افغانستان عزت تر هر چا مقدم دی.


ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »