| |
 

سیمه ییز چارواکي : د سرپل صیاد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو د برید مخه نیول شوې.

د سرپل والي وايي، د صیاد ولسوالۍ په یوه کلي کې د طالبانو ډله ییز برید مخه نیول شوې ده.
محمد ظاهر وحدت رسنیو ته وویل چې وسلوالو طالبانو پرون له غرمې وړاندې له درېیو لارو د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ کلي برید وکړ چې د افغان پوځیانو له خوا یې سخت مقاومت وشو او مرګ ژوبله ور واوښته.

د سرپل د په خبره افغان پوځیانو ته په جګړه کې زیان نه دی اوښتی خو د طالبانو له لوري قاري خیبر مشهور په معاذ له اتو نورو طالبانو سره وژل شوی او درې تنه یې ژوبل دي.

خپلواکو سرچینو په سیمه کې د دې جګړې او د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

وسلوالو طالبانو هم تر اوسه د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »