| |
 

د اروزګان ولایت امنیه قوماندان : اروزګان کې روانه جګړه روسي جنرالان رهبري کوي.

که څه هم روسیه په ځلونو له افغاني طالبانو سره پوځي او مالي مرستې رد کړي خو د اروزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت یو شمېر هغه سیمو کې چې د وسلوالو طالبانو تر ولکې لاندې دي روسي جنرالان لیدل شوي دي.
د اروزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري رسنیو ته ویلي،چې دغه روسي جنرالان اوس عملاً د اروزګان ولایت ګېزاب ولسوالۍ د سوراب نومې سیمه کې وسلوالو طالبانو ته په پوځي لارښوونو بوخت دي او په خبره يې چې د مرکز ترینکوټ په یو شمېر سیمو کې هم څه موده مخکې لیدل شوې وو.
نوموړی وايي چې د دغه روسي جنرالانو شمېر شاوخوا ۱۱ تنه دی چې دوه يې مېرمنې دي.
له دې سره په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزۍ هم ورته څرګندونې لري.
نوموړی وايي، د اروزګان ولایت زیات شمېر سیمې د وسلوالو طالبانو ولکې لاندې دي چې بهرنۍ استخبارات په اسانۍ سره کولای شي چې ورته راشي خو د مرکزي حکومت څخه په دې برخه د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د روسیې سفارت اعلامیه خپره کړې وه چې یو شمېر افغاني رسنۍ او د ملي شورا غړي پر روسیې بې ‌بنسټه تورونه لګوي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »