| |
 

د راشد خان په اړه د نظرونو غورچاڼ!

راشد خان چې د افغان کرکj لوبډلې غوره لوبغاړی دی، د هندوستان په سوداګریز کرکټ لیګ(IPL) کې د خپلې غوره لوبې له امله د کرکټ د خبرونو سرټکی جوړ شوی.
ډیوډ وارنر چې د کرکټ نړۍ په زړه پورې او پیاوړی لوبغاړی دی، د راشد خان د توپ اچونې څخه متاثره شوی او هغه یې سوپر سټار بللی دی.
پريټي زینټا ! چې د راشد خان بال څخه متاثره شوي دزیاتو ستایلو وروسته یی داسی وویل راشد خان ته باید په خوله کي ډوډۍ ورکړل شي، په هغه باید بل هيڅ کار ونشي، بس يوازي کرکټ ......
هندي سریش راینا چې په ورستۍ لوبه کې د راشد خان له بال ویریدلی وايي سره له دې چې د راشدخان ویډیوګانې یې لیدلي خو بیا یې هم د هغه بال ونه شو سنجولی،خو د کرکټ تبصره کونکي وايي د راشد خان د بال پېژندل د ټوپونکو له پوهیدو لوړه خبره ده.
راشد خان چې د ګوګلي بال له امله د نړۍ په کرکټ کې په تیزۍ سره د لوړ مقام خواته روان دی، هندي محمد کېف د هغه په اړه ویلي چې ګوګلي راشدخان ته د الله ج لخوا ورکړل شوې ډالۍ ده، چې په وړاندې یې د نړۍ پیاوړي توپوهونکي بې وسه دي.
په دې ورستیو کې د نړۍ په هره څنډه کې د راشد خان مینوال په ډېریدو دي او هم مهاله د کرکټ نړیوال تبصره کونکي په دې باور دي چې راشد خان د کریکټ نړۍ ته د الهي ډالۍ په توګه ورکړل شوی.
هندي لوبغاړي اجی جدیجا د راشد خان په اړه وايي سره له دې چې سوریش او ځینې نور لوبغاړي د راشدخان په وړاندې په ډېر اختیاط ولوبیدل خو بیا هم اوټ شول، که چرته د راشد خان په وړاندې تېزه لوبه وکړي، پایله به یې څه وي؟
راشد خان په هند کې د کرکټ د مینوالو لخوا ستایل شوی او په هند کې ددې افغان لوبغاړي مینوال په زیاتیدو دي.
د هند د سپورټي راډیوګانو او ټلویزیونونو ترڅنګ په ټولنیزه میډیا کې د راشدخ ان د بال په اړه تبصرې روانې دي او د هغه په اړه یې د کرکټ په نړۍ کې د انقلاب د راوستو خبرې کړي.
نړیوالو تبصره کوونکو ویلي که راشد خان بال همداسې دوام وکړي، هغه خبره به چې (کرکټ د چانس لوبه ده) له ننګونې سره مخامخ شي.
راشد خان چې د هند په سوداګریزو سیالیو کې د حیدراباد لوبډلې لپاره لوبیږي په خپله دویمه لوبه کې یې مکلم، فېنچ او رېنا د ګوګلي توپونو ښکار کړل او درې واړه یې په ایل بې ډبلیو له مېدانه بهر کړل، چې په دې سره د حیدراباد لوبډلې د مینوالو او د کرکټ د تبصره کونکو د پام وړ وګرځیده.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »