شکرالله عاطف مشعل : افغان کرکټ ملي لوبډله به د روان کال په جولای کې د نړۍ د کرکټ کور میلمه وي.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې او د نړۍ د غوره یولس کسیزې لوبډلې ترمنځ دغه سیالي د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل او د MCC د مشرتابه ترمنځ د هوکړې په پایله کې تنظیم شوه.
شکرالله عاطف مشعل د نړۍ د کرکټ د یولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبه د هېواد د کرکټ په تاریخ کې د پرمختګ یو نوی فصل ګڼي.
